د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېګا ماښام د سوپرلیګ لوبه اسلام اباد یونايټېډ له کویټه ګلېډیېټرز وګټله


د پاکستان شپږم سوپرلیګ کرکټ سياليو په ۱۲مه لوبه کې د سېشنبې ماښام اسلام اباد یونايټېډ کویټه ګلېډیېټرز ته ماتې ورکړې.

په کراچي سټېډيم کې دغه ۲۰ اووريزه لوبه کې کويټه ګلېډیېټرز د اوو لوبغاړو سوځېدلو پر سر ۱۵۶ منډې جوړې کړې خو اسلام اباد يونايټېډ يوازې د څلورو لوبغاړو په ورکولو سره په ۱۷م اوور کې هدف تر لاسه کړ او لوبه يې وګټله.

په دغو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ۳۴ سيالۍ به کېږي.

نن به کراچي کينګز له پېښور زلمي او کويټه ګلېډيېټرز به له ملتان سلطانز سره لوبه کوي.

د سوپر ليګ پايلوبه به د مارچ پر۲۲ مه په لاهور کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG