د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: د تاوتریخوالي وروستۍ څپه پر ټولنې مرګونې حمله ده


اشرف غني یوې غونډې ته د وینا په حال کې - د ارشیف انځور.
اشرف غني یوې غونډې ته د وینا په حال کې - د ارشیف انځور.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، د خلکو، مدني فعالانو او مدني ټولنو، بزګرو او سوداګرو پر وړاندې د تاوتریخوالي "وروستۍ څپه زموږ پر ټولنې مرګونې سېسټماتیکه حمله" ده.

دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۴۶ غونډې ته په وینا کې کړې چې د جمهوري ریاست پر ووبپاڼه خپره شوې.

غني ویلي، هدفي وژنې "زموږ پر سړیو او ښځو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د بدلې شوې ټولنې استازیتوب کوي، یو مستقیم بربنډ ګوزار" دی.

اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او چاودنې چې چارواکي یې د طالبانو کار بولي، زیاتې شوې دي، خو طالبان په دغو چاودنو کې خپل لاس لرل ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG