د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل چاودنه: د مور تر سر ولاړو دوو ماشومانو ویډیو د خلکو غوسه راپارولې


ارشیف، کابل کې یوه چاودنه
ارشیف، کابل کې یوه چاودنه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د فبرورۍ پر ۲۱مه د یوې هدفي حملې وروسته خپره شوې ویډیو سخته غوسه راپارولې.

په هغه برید کې د یوې ماشومې په ګډون دوه کسان ووژل او پینځه ژوبل شول.

په ویډيو کې دوې ماشومې نجونې شکاري چې پر سړک پرتې د یوې بېسده مور تر سر ولاړې دي او چیغې وهي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د ویاند فردوس فرامرز په وینا، په دغه چاودنه کې چې د ښار برکي سیمه کې پر یوه رېنجر موټر وشوه، لږترلږه دوه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي. وژل شوي د موټر چلوونکی او یو لاروی ماشوم وو.

د تېرې ورځې د چاودنې د یوه قرباني د مړي لېږدول
د تېرې ورځې د چاودنې د یوه قرباني د مړي لېږدول

په هغه وېډیو کې چې تر چاودنې سمدستي وروسته د پېښې له ځایه اخیستل شوې او په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس په لاس کېږي، دوه ماشومې نجونې چې یوه‌یې په وینو لړلې ښکاري چیغې وهي. په یوه صحنه کې یې یوه ماشومه پر مور غږ کوي چې مورې پاڅېږه. د "مادر بلند شو"، دغه هیشټیګ په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی.

د ټوېټر یوه کاروونکي اعجاز ملکزاده لیکلي، د نه‌زغملو ده چې دغه مور او ماشومان ‌یې دغسې وګورئ.

له طالبانو سره د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي، هغوی چې دغسې عمل سرته رسوي د دغسې صحنې په لیدو به چې ماشومان خپلې ټپي مور ته ژاړي، څه ډول خپل وجدان ته قناعت ورکوي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي

مېرمن کوفي وایي، دغه اعمال باید سمدستي ودرول شي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې دوه ماشومان چې په دغه وېډیو کې ښکاري او په دغه پېښه کې برسېرن ټپیان شوي وو، درملنه‌یې شوې او د مور روغتیایي وضعیت‌یې خطرناک دی.

لکه د ډېرو نورو حملو په څېر د دغې چاودنې مسؤلیت هم چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو امنیتي چارواکي هغه د طالبانو کار بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، موندنې یې ښیي چې هغه ترهګر چې په کابل کې هدفي وژنې ترسره کوي، مرکزي هستې یې دې ښار کې نه‌دي او دوی هڅه کوي چې هغو ته لاسرسی پیدا کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

دا خبره د دې وزارت ویاند طارق ارین په کابل ښار کې د زیاتو شویو هدفي وژنو په اړه وړمه ورځ ازادي راډیو ته وکړه او و یې ‌ویل: "زموږ موندنې ښیي چې دغه ترهګر په کابل کې مرکزیت نه‌لري. موږ هڅې کوو چې د دوی هغې اخري نقطې ته چې دوی ورڅخه د منابعو لپاره کار اخلي، نږدې شو او په نطفه کې یې شنډه کړو."

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته دغه‌راز وویل، دغو ترهګرو چې په‌کې داعشي طالبان، د حقاني شبکې او القاعده غړي شامل دي، د دې لپاره ډېر تمرکز په پلازمېنه کابل کړی چې په خلکو کې وېره خپره کړي او رواني فشارونه پرې زیات کړي.

ښاغلي ارین د دا ډول حملو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې وویل چې د هغو ترهګرو چې په وروستیو میاشتو کې یې په کابل کې د چاودنو په تړاو نیولي شمېر یې اوس نږدې ۴۰۰ ته رسېدلی دی.

په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هدفي وژنې چې ډېری یې د مقناطیسي ماینونو په ذریعه ترسره کېږي، داسې مهال زیاتې شوي چې څو ورځې وروسته په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون یو کال پوره کېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د تړون لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د تړون لاسلیک غونډه

هغه تړون چې له مخې یې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه کمه شوې وای او د چارواکو په وینا طالبانو هم په بامفهومه بین‌الافغاني خبرو کې ګډون کړی وای.

د دواړو لورو ترمنځ دغه خبرې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په ټپه درېدلې دي.

XS
SM
MD
LG