د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د کليو بیا رغونې او پراختيا وزارت څلور کارمندان وژل شوي


امنیتي چارواکي وايي، دغه کسان په موټر کې د مېدان وردګ ولايت مرکز ته په لار ول چې وسله والو ودرول او ويې وژل.
امنیتي چارواکي وايي، دغه کسان په موټر کې د مېدان وردګ ولايت مرکز ته په لار ول چې وسله والو ودرول او ويې وژل.

افغان چارواکي وايي، په کابل کې نامعلومو کسانو څلور حکومتي چارواکي وژلي دي.

د پوليسو وياند فردوس فرامرز خبريالانو ته ويلي چې د فېبرورۍ پر نهمه نېټه وسله والو پر هغه ګاډۍ ډزې کړې چې د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارت کارکوونکي يې وړل.

د وزارت وياند وايي، دغه کسان په موټرکې د مېدان وردګ ولايت مرکز ته په لار ول چې وسله والو ودرول او ويې وژل.

فرامرز ويلي، د پېښې پلټنې پېل شوې دي. په دې وروستيو مياشتو کې په ټول افغانستان کې هدفي وژنې زياتې شوې چې پکې حکومتي چارواکي، مدني فعالان او خبريالان په نښه شوي دي.

افغان او امريکايي چارواکيو د تشدد د دې لړۍ تور پر طالبانو پورې کړی دی خو طالبانو دا تور ردوي.

طالبان او داعش وسله وال په دې هېواد کې فعاله دي.

بريدونه په داسې حال کې زیات شوي چې د ۲۰۲۰ز کال د سېپټمبر په مياشت کې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پېل شوې بین الافغاني خبرې اترې په ټيه درېدلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG