د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو مشر له یمن سره مالي مرستې ناکافي بللي


انتونیو ګوترېش ويلي، کمې مالي مرستې د یمن جنګ ځپليو سره د مرګ د سزا په معنا ده. ارشېف-انځور
انتونیو ګوترېش ويلي، کمې مالي مرستې د یمن جنګ ځپليو سره د مرګ د سزا په معنا ده. ارشېف-انځور

ملګري ملتونه وايي، د نړيوالو مرستندويو له خوا د یو اشاريه اووه اربه ډالرو د بشري مرستو ژمنې به په جنګ ځپلي يمن کې د پراخې کچې کاختۍ مخه ونه نيسي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه شوې انلاين غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش خواست وکړ چې سږ کال دې په يمن کې د پروګرامونو لپاره درې عشاريه ۸۵ اربه ډالره ورکړل شي . خو د مرستو دغه ژمنې له هغو کمې وې چې تېرکال ملګرو ملتونو ترلاسه کړې وې.

په يمن کې دا مهال د نړۍ ترټولو ناوړه بشري کړکېچ دی.ګوترېش له خبري غونډې وروسته وويل،

"په ميلينونه يمني ماشومان ښځې او سړي سختو مرستو ته اړتيا لري چې دارنګ دوی ژوند وکړي او له دوي سره په مرستو کې کمي د مرګ سزا په څېر ده"

ملګري ملتونه وايي، ۱۶ ميلينه يمنيان چې له نيمايې زياته ابادي جوړوي به له لوږې سره مخامخ شي. په دوی کې ۵۰ لکه خلک له کاختۍ ته نږدې شوي دي. په ۲۰۱۵ زکال کې په يمن کې کورونۍ چکړه پېل شوې وه چې پکې تراوسه پورې شاوخوا يو لاکه ۳۰ زره کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ لاکه بېکوره شوي دي. په دې هېواد کې ايران ملاتړي حوثي ياغيان چې سرښار ثنا او زياتره شمالي او غربي برخې په کنټرول کې لري د سعودي ملاتړي حکومت پرضد يې جګړه پېل کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG