د ارمینیا وزیراعظم نېکول پاشینیان د مارچ په لومړۍ نېټه ويلي، که مخالفين يې ځينې شرطونه ومني نو له وخت وړاندې پارلېماني ټاکنې کولو لپاره تيار دی.
ارمینیا چې سياسي کړکيچ پکې زيات دی، د پاشنيان او د مخالفينو ملاتړو يې په پلازمينه کې بېل بېل پراخ لاريونونه وکړل.
پاشینیان وروسته له هغه د روان سياسي کړکيچ سره مخ دی چې پوځ تيره اوونۍ د نوموړي د لرې کيدو غوښتنه وکړه، خو پاشنيان د پوځ دا غوښتنه د پوځي کودنا يوه هڅه بللې ده.
نوموړي خپلو زرګونو پلويانو ته چې د یاریوانز (Yerevan’s) سېنټرل رېپبلک سکواير کې راجمع شوي وو ته وويل، که پارلېماني اپوزيشن د وخت وړاندې ټاکنو لپاره تيار وي نو دوی هم تيار دي.
پاشینیان ، تير (۲۰۲۰) کال په ناګورونو قره باغ کې د اذربايجان او ارمينيايي ځواکونو ترمنځ د شپږ اونيو د شخړې وروسته، د پراخو احتجاجونو سره مخ دی او اپوزيشن ترې د استعفې ورکولو غوښتنه کوي.