د ارمنیا پوځ له وزیراعظم نېکول پاشینیان او د هغه له حکومته د استعفا ورکولو غوښتنه کړې، خو وزیراعظم دعوه کړې چې دا د پوځي کودتا هڅه ده.
د پوځ د مشر دفتر مطبوعاتي ویاند سموېل اساتریان نن(د فبرورۍ پر۲۵مه) په بیان کې ویلي چې دا غوښتنه یې د غیر معقولو دلایلو پر اساس د پوځ د مشر د لومړي مرستیال د ګوښه کولو پر ضد د کلک احتجاج په توګه کړې.
د پوځ بیان وايي،" حکومت دا کار د ارمنیا د ملي او دولتي ګټو ته له پام کولو پرته کړی. او په داسې سختو شرایطو کې دا ډول پرېکړه د دولت ضد ده او غیر مسوولانه اقدام دی."
پوځي بیان زیاتوي: "د ارمنیا جمهوریت وزیراعظم او حکومت به په دې مشکل وخت کې د ارمنيو وګړو لپار نور مناسبې فیصلې ونکړای شي."
تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایا پوځ به د خپل بیان د ملاتړ لپاره ځواک وکاروي او که نه.
پاشینیان د دندې پرېښودو غوښتنه رد کړې او پر ځای یې د پوځ د مشر اونېک ګاسپریان د ګوښه کولو اعلان کړی.
نوموړي همدارز پر خپلو ملاتړیو غږ کړی چې د ارمنیا د پلازمېنې یرېوان مرکز ته ورغونډ شي.