د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوېديځ هېوادونه دې د م م له قرارداد سره سم چلند وکړي: جواد ظریف


د ایران بهرینو چارو وزیر جواد ظریف.
د ایران بهرینو چارو وزیر جواد ظریف.

له هغه وروسته چې امريکا د شام په ختيځ کې د ايران پلوه مليشو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل، ايران پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو له قرارداد سره سم چلند وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف نن(د فبرورۍ پر ۲۶مه) له خپل شامي سيال سره له هغه څو ساعته وروسته خبرې وکړې چې د امريکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا هوايي بريدونه يې تېره مياشت په عراق کې د امريکا او ايتلافي ځواکونو پر اډه د راکټي حملو په غبرګون کې کړي دي.

د ايران يوې حکومتي وېبپاڼې ويلي چې د ايران او شام د بهرنيو چارو وزيرانو د ټېليفوني خبرو پرمهال ټينګار وکړ چې لوېديځ هېوادونه بايد د شام په اړه د ملګرو ملتونو پر قرادادونو عمل وکړي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې دوی د ملګرو ملتونو د کوم قرارداد خبره کوي. د امريکا دفاع وزارت ويلي و چې دغه بریدونه يې د شام او عراق پر پوله د کنټرول پر نقطه پر هغو ګڼ شمېر تاسیساتو کړي چې د ایران پلوه ملیشه ډلو لخوا کارول کېدل.

په دې ډلو کې عراقي شيعه ډلې کتيب حزب الله او کتيب سید الشهدا هم شاملې دي. دا د امريکا د نوي ولسمشر جوبايډن د ادارې لخوا لومړی پوځي اقدام و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG