د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف پاکستان له خړه لېسټه و نه اېستلی


د اېف اې ټي اېف غونډه
تثویر له ارشیفه
د اېف اې ټي اېف غونډه تثویر له ارشیفه

د ناقانونه پيسو څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په خپل خړ لسټ کې د پاکستان د ساتلو پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې په راتلونکې جون مياشت کې به د دې هېواد کارکردګۍ ته بيا کتنه کوي.

دا اعلان د اېف اې ټي اېف مشر مارکس پليېر د دې ادارې د درې ورځنۍ انلاين غونډې وروسته د فېبرورۍ په ۲۵ مه (پرون) وکړ: ''پر پاکستان به سخته څارنه برقرار وي. اېف اې ټي اېف دا مني چې پاکستان د ناقانونه پیسو لېږدولو (مني لانډرنګ) او له ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنيوي کاري چوکاټ د ښه کولو لپاره په هلوځلو کې د پام وړ پرمختګ کړی خو ځينې جدي نیمګړتياوې لا هم پاتې دي.''

نوموړي زياته کړه چې دا نیمګړتياوې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنيوي په برخه کې دي: ''دا ټولې برخې له ترهګرۍ سره د مرستو پورې اړه لري. بايد له ۲۷ نکاتو په درېوو باندې په بشپړه توګه عملدرامد وشي. زه بيا دا منم چې پاکستان پرمختګ کړی خو په سختۍ سره په پاکستان د کاري پلان د مکملولو غږ کوم.''

د اېف اې ټي اېف مشر مارکس پليېر وويل بايد پاکستان د هغو ټولو ډلو، ادارو او د دوی د ملګرو خلاف تحقيقات او قانوني کارروايي پياوړې کړي چې له ترهګرو سره مالي مرسته کوي. د ده په خبره بايد پاکستان وښيي چې د عدالتونو لخوا سزاګانې موثره دي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي وايي که څه هم دا ښه خبره ده چې اېف اې ټي اېف دا هېواد په خپل تور لسټ کې وا نه چولو خو په خړ لسټ کې يې پرله پسې پاتېکېدل هم خطرناکه خبره ده.

اکرام هوتي بېګا مشال رېډيو ته وويل : ''له کله نه چې پاکستان په خړ لسټ کې اچول شوی نو سرمايه کاران په پاکستان کې کاروبار کولو ته زړه نه ښه کوي او په دې وېره کې دي، که چېرې دا ملک د يادې ادارې تور لسټ ته ځي او بيا پرې اقتصادي او کاروباري بنديزونه لګي نو له تاوان سره مخامخېدای شي. هم له دې وجې پاکستان د اربونو ډالرو تاوان کړی دی.''

اکرام هوتي وايي پاکستان هله د ناقانونه پیسو څار له لېسټه وتلی شي چې دا هېواد د ترهګرو لاسونو ته د ورتلونکو پیسو د مخنيوي لپاره قوانين جوړ کړي او بيا هغه د بنکونو او قانون نافذونکو ادارو په ګډون هرځای کې عملي کړي.

خو د پاکستاني پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود بيا وايي چې تر څو په پاکستان کې ترهګر موجود وي نو تر هغو له ترهګرۍ سره د مالي مرستو او مني لانډرنګ مخنيوی ګران دی.

نوموړي د زيارت ورځ مشال رېډيو ته وويل که څه هم پاکستان تر ډېره حده د اېف اې ټي اېف له غوښتنو سره سم په ترهګرو او د دوی پر تنظيمونو بنديزونه لګولي او مشران يې ورله نيولي دي خو په دې لړ کې لاهم نور ډېر څه کول پاتې دي: ''موږ اوس هم دا شک کوو چې دا تنظيمونه او د دوی خلک په پاکستان کې موجود دي او زما په خيال د دوی په سوچ کې کوم زيات بدلون نه دی راغلی. بايد چې دا شکونه لعرې کړل شي او هرڅه په ډاګه وکړل شي. کېدای شي چې دا شکونه سم وي يا غلط.''

په ټوله نړۍ کې د تورو پیسو سپینولو (مني لانډرنګ) او له ترهه ګرۍ سره د مالي مرستو د مخنيوي لپاره اېف اې ټي اېف څلوېښت سپارښتنې ترتيب کړې او پر دې عملدرامد ته په کتو سره غړي هېوادونه په خړ او تور لسټ کې اچول کيږي.

په ۲۰۱۸ م کال کې پاکستان په خړ لسټ کې ځکه واچول شو چې دې هېواد په دغه ۴۰ سپارښتنو کې يوازې په ديارلسو عمل کولو او په پاتې ۲۷ د عملدرامد کولو لپاره پاکستان ته يو کال وخت ورکړل شو.

خو د ۲۰۲۰ز کال تر فېبرورۍ پورې پاکستان يوازې پر ۱۴ سپارښتونو عمل درامد وکړ. همداراز پاکستان ته په پاتې ديارلسو سپارښتنو د عملدرامد کولو لپاره د ۲۰۲۰ز کال تر اکتوبر مياشتې پورې وخت ورکړل شو.

خو پروسږ کال په اکتوبر کې د اېف اې ټي اېف په غونډه کې پر شپږو سپارښتنو عملداري د ډاډ وړ ونه ګرځېدو او پاکستان ته يې د ۲۰۲۱ م کال د فېبرورۍ پورې بيا وخت ورکړ او داسې څلور څانګې يې ورته په ګوته کړې چې په هغو کې د لا نور کار کولو اړتيا وه.

دا څانګې څه داسې وې

۱: د پاکستان قانون نافذونکې ادارې دې په عملي توګه وښيي چې دوي له ترهګرو سره د کېدونکو مالي مرستو جرمونه په ډاکه کوي، د دې تحقيقات کوي او په دې جرمونو کې د ککړو کسانو، ترهګر تنظيمونو او د دوی لپاره د کارکونکو پرضد قانوني کارروايي روانه ده.

۲: دا خبره دې يقيني کړل شي چې له ترهګرو سره په مالي مرستو کې د ککړو کسانو او تنظيمونو خلاف چې کومه قانوني کارروايي وشي نو چې د هغو په نتيجه کې دوی ته سزاګانې وشي همدارنګه به دا جرم بيخي ختم شي.

۳: د ملګرو ملتونو په لسټ کې د نامزدو ترهګرو او د دوي مرسته کونکو کسانو خلاف دې مالي بنديزونه ولګول شي چې دارنګ دوي د فنډونو راټولولو ودرول شي او د دوی اثاثې دې کنګل کړل شي.

۴: پاکستان دې دا خبره يقيني کړي چې کوم بنکونه او ادارې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنيوي قوانين خلاف ورزي کوي نو هغوی ته دې انتظامي او ديواني سزاګانې ورکړل شي او په دې لړ کې دې ورسره صوبايي او وفاقي ادارې مرسته وکړي.د اېف اې ټي اېف د پرون ورځې په غونډه کې په يادو څلورو څانګو کې شوو پرمختګونو ته په کتو سره دا پريکړه وشوه چې پاکستان دې د دې ادارې په خړ لسټ کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG