د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکوي سزا کول مو جهاني مسوولیت ته ژمنتیا ښيي: پاکستان


پولیسو ذکي الرحمن لکوي د جنورۍ پر دویمه له لاهوره نیولی وو - ارشیف انځور
پولیسو ذکي الرحمن لکوي د جنورۍ پر دویمه له لاهوره نیولی وو - ارشیف انځور

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي د ناقانونه وسله والې ډلې، لشکر طیبه يو مشر ذکي الرحمان لکوي ته د ترهګرو د مالي مرستې په تور ورکړل شوې سزا ښيي چې دوی نړيوالو زمه واريوو ته ژمن دي او دا کار یې د ملک د اغېزناکه قانوني سېسټم ښکارندوی دی.

لکوي ته د لاهور يو عدالت د جنورۍ پر اتمه د ترهګرو لپاره د پیسو برابرولو په تور د ۵کاله قید او درې لکه روپۍ جرمانې سزا واوروله.

د پاکستان دا بیان د جنورۍ پر ۱۰مه تر هغې لږ ساعت وروسته راغی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پر هغې ورځ پر ټوېټر بیان خپور کړ.

امريکا ويلي ول چې لکوي ته د اورولې سزا هرکلی کوي خو د هغه مبينه جرم یوازې د ترهګرو تر مالي مرستې محدوده نه دی او بايد په ترهګريزو حملو کې د ښکېلتيا حساب هم ترې وغوښتل شي.

لکوي د جماعت الدعوه ډلې يو مشر غړی وو. دا ډله د لشکر طیبه يو بل شکل ګڼل کېږي او هند او امريکا پرې د ۲۰۰۸ز کال پر ممبۍ ښار حملو کې د شاوخوا ۱۷۰ کسانو د وژلو تور پورې کوي.

د پنجاب پوليسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې د جنورۍ پر دويمه لکوي له لاهوره ګرفتاره کړی وو.

تر دې درې ورځې وروسته، د جنورۍ پر پینځمه، امریکا په پاکستان کې د لشکر طيبه د دې قومندان د ګرفتارۍ هرکلی وکړ.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د سويلي او مرکزي اسيا څانګې د جنورۍ پرپنځمه پر ټوېټر ليکلي "د لکوي ګرفتاري د ترهګرۍ په ملاتړ او تمويل کې د رول لپاره د هغه ذمه وار بللو په برخه کې يو مهم ګام دی."

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، "په عدالت کې به د هغه د قضيې اورېدنه، او ورته سزا اورول له نزدې څاري او ټينګار کوي چې له نوموړي څخه د ممبۍ په بريدونو کې د ککړتيا په اړه حساب او پوښتنې وشي."

د پنجاب د پوليسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې د جنورۍ پر دویمه په بيان کې ويلي په ذکي الرحمان لکوي د ډسپنسرۍ يا کلينک په نوم د ترهګرو لپاره پېسو ټولولو او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارولو په تور د لاهور په يوه تاڼه کې مقدمه درج شوې وه.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ز کال کې د ذکي الرحمان لکوي نوم د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ.

لکوي د يوې بلې ناقانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید نېږدې ملګری ګڼل کېږي.

حافظ سعيد هم د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې پوليسو ونيوه.

د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د لاهور یوه عدالت سعید ته د ترهګرۍ تمویل په تور د پينځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې هم يوه عدالت سعيد ته د ترهګرۍ تمویل په دوو نورو قضیو کې د پینځه نیمو، پینځه نیموکلونو د بند سزا اورولې وه. خو نوموړی پرځان لګېدلي تورونه ردوي.

په ۲۰۱۴ز کال امريکا جماعت الدعوه د ترهګرو ډلو نوملړ ته واچوله او بنديزونه یې ورباندې ولګول.

په ۲۰۱۵ز کال کې پاکستان اعلان وکړ چې د جماعت الدعوه په ګډون د هغو ټولو تنظيمونو شتمنۍ يې کنګل کړې دي چې ملګرو ملتونو پرې بنديزونه لګولي.

پاکستان دا ګامونه پر داسې مهال پورته کړې دي چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په خړ لېسټ کې دی.

پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د اېف اې ټي اېف په خړ لېسټ کې دی.

XS
SM
MD
LG