د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې ډېری شرایط یې منلي


د فاینانشل اېکشن ټاسک فورس راتلونکې درې ورځنۍ غونډه چې پکې به د پاکستان د برخلیک پرېکړه هم کېږي د فبرورۍ په ۲۲مه پیلېږي. 
د فاینانشل اېکشن ټاسک فورس راتلونکې درې ورځنۍ غونډه چې پکې به د پاکستان د برخلیک پرېکړه هم کېږي د فبرورۍ په ۲۲مه پیلېږي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۲ ویلي، دوی د ناقانونه پېسو د څار نړیوالې ادارې (فاینانشل اېکشن ټاسک فورس) لخوا په ورکړل شوي پلان کې مهم پرمختګ کړی او هیله لري چې دیادې ادارې په راتلونکې غونډه کې به پاکستان له خړ لېسټه ووځي.


د خارجه چارو وزارت ویاند ذاهد حفیظ د فبرورۍ پر ۱۲مه، په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډه ته وویل، د اېف اې ټي اېف لخوا پاکستان ته په ورکړل شوي پلان کې یې په ۲۷ کې ۲۱ کارونه سر ته رسولي دي او پر نورو شپږو خبرو هم کار روان دی.

دې پاریس مېشته ادارې د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې پاکستان ته د ترهګرۍ تمویل او د ناقانونه پیسو سپینولو په لړ کې د نورو اقداماتو سپارښتنه کړې وه او د ۲۰۲۱ز کال تر فبرورۍ پورې یې د څار په "خړ لېسټ" کې د ساتلو پرېکړه کړې وه. پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د اېف اې ټي اېف په خړ لېسټ کې دی.

د ناقانونه پیسو د څار نړېوالې ادارې پاکستان ته ویلي وو چې که له خړ لېسټه وتل او ځان سپینول غواړي نو ورته به پکار وي چې د هغو تنظیمونو خلاف کارروايي وکړي کوم چې د ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کوي او له دې سره سره ۲۶ نور شرطونه هم وو.

دا چې پاکستان تر اوسه نه دی توانېدلی چې د اېف اې ټي اېف پر ټولو شرطونو او غوښتنو عمل وکړي، وجه یې څه کېدای شي؟ ایا اسلام اباد د ځینو ناقانونه تنظیمونو لخوا تر فشار لاندې دی که څنګه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پېښور پوهنتون د سیمه ییزو څېړنو د مرکز ډاکټر فخرالاسلام وايي:

"پاکستان له ۲۷ څخه ۲۱ شرطونه منلي خو په پاتې شپږو شرطونو کې مشکلات شته. ځیني عدالتي پرېکړې هم په دې لاره کې خنډ جوړوي او د ځینو ناقانونه تنظیمونو لخوا پر حکومت فشار هم شته او که پاکستان په پاتې شرطونو عمل کوي نو ورته سیاسي ناندرۍ هم جوړېږي."

د فاینانشل اېکشن ټاسک فورس راتلونکې درې ورځنۍ غونډه چې پکې به د پاکستان د برخلیک پرېکړه هم کېږي د فبرورۍ په ۲۲مه پیلېږي.

ډاکټر فخرالاسلام وړاندې وايي، دا چې پاکستان د یادې ادارې ډېر شرطونه منلي او د ځینو مجبوریو له وجې په ټولو شرطونو یې تر اوسه عمل نه دی کړی نو اېف اې ټي اېف له په اصولي توګه پکار دي چې له نرمۍ کار واخلي او پاکستان له خړ لېسټه سپين لېسټ ته واچوي.

پاکستان د اېف اې ټي اېف د شرطونو د منلو په پار د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید نیولی و چې عدالت ورته سزا هم اورولې ده. امریکا جماعت الدعوه تنظیم په ۲۰۱۴ کال کې د ترهګرو تنظیمونو په فهرست کې شامله کړې وه.

د لاهور پنجاب پولیسو د لشکر طیبه ډلی مشر زکی الرحمان لکوي هم د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په دریمه په لاهور کې نیولی و. یو پاکستاني عدالت نوموړي ته د جنورۍ په اتمه د پنځو کلونو د بند سزا اورولې وه. د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو اداره وايي، لکوي د ترهګرو لپاره پیسې ټولولې.

XS
SM
MD
LG