د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېف اې ټي اېف له خړه-لیسټه د پاکستان د وتو هیلې؟


FATF Plenary Plenary session in Paris
FATF Plenary Plenary session in Paris

د پاکستان بهرینو چارو چارو وزير شاه محمود قريشي هیله مند دی چې د فېبرورۍ له ۲۲مې پیل شوې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس غونډه کې به د پاکستان د اقداماتو په رڼا کې د هغه هېواد له خړ- فهرسته وتلو پرېکړه وشي.

پاکستان ادعا کوي چې د مني لانډرنګ، له ترهګرۍ سره د مالي مرستو سرچينو د مخنيوي پرضد قانون سازي او يوشمېر نور اقدامات شامل دي.

د فنانشل ايکشن ټاسک فورس درې ورځنۍ انلاين غونډه کې به د نورو موضوعګانو ترڅنګ د پروسږ کال د سيپتمبر په میاشت کې د پاکستان لخوا وړاندې کړل شوي راپور ته هم کتنه کېږي چې پکې د هغو ۲۱ نکاتو په اړه د اقداماتو ذکر شوی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې یې ترسره کړي دي.

پاکستان د ۲۰۱۸م کال له جون میاشتې راهیسې د اېف اې ټي اېف د هغو هېوادونو په خړ- فهرست کې اچولی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو، په ناقانونه توګه د پيسو انتقال/ مني لانډرنګ مخنيوي او ترهګرو ته د سزا ورکولو موثر قوانين نه وي او یا د موجوده قوانینو باوجود نه سزا کېږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د يوه راپور له مخې د جنورۍ پر ۲۹مه د سېنېټ خارجه چارو کمېټۍ ته په بریفینګ کې د خارجه چارو وزیر شاه محمود قريشي د هغو حکومتي اقدامات په هکله تفصیل په ډاګه کړو چې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس لخوا يې له خړ- فهرسته د وتو لپاره غوښتنه شوې وه.

د راپور له مخې قریشي وويل، دی هيله مند دی چې فنانشل ايکشن ټاسک فورس به پر سیاسي بنیادونو پرېکړه نه کوي او د فرورې په غونډه کې به پاکستان له خړ- فهرسته وباسي دا چې فنانشل ايکشن ټاسک فورس پاکستان په تکينيکي بنیادونو په خړ- فهرست کې اچولی دی او که نه دا کړنه نړيواله او سیمه ایزه سیاسی بڼه هم لري. د دې پوښتنې په ځواب کې د فرورې په ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د ترهګرۍ مخنيوي قامي ادارې نيکټا پخواني چيرمين احسان غني وويل چې د فنانشل ټاسک فورس د حيثيت او چارو نه تر ۲۰۱۶م کال پورې د پاکستان قومي مشرتابه او اړونده ادارې ناخبره وې خو د ۲۰۱۸ز کال نه پس حکومت دا موضوع سنجيده ونیوله.

دی زیاتوي فنانشل ايکشن ټاسک فورس یوازې دا کار نه کوي چې د اقتصادي بنديزونو په اړه اقدامات کوي، د هغې دا رول هم دی چې لاس دروپېچي او دا پليټ فارم پر حکومتونو د سیمه ایزو او نړيوالو طاقتونو د غوښتنو پوره کولو په اړه د فشار لپاره وکاروي.

د ترهګرۍ مخنيوي قامي ادارې نيکټا پخواني چيرمين احسان غني وویل، ''دا خبره څوک نه شي ردولی نو زما په اند سیاسي بڼه خو يې شته دی خو د ۲۰۱۶م کال نه ما به هر چاته زارۍ کولې او دا کمپاين به مې کولو چې که موږ ته څوک وايي چې د ترهګرو د مالی مرستو بندولو پرضد اقدامات وکړئ نو دا خو زموږ د بقا خبره ده، ما به حکومت ته ويل چې که ملګري ملتونه یا د نشي توکو مخنيوي اداره یو اين ډي پي یا ايف اي ټي ايف موږ ته هدایات راکوي او یا موږ اګاه کوي نو دا خبرې خو زموږ د ښېګړې دي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د ترهګرو مالي سرچينې بندول د پاکستان د بقا خبره ده.''

خو پوښته دا ده چې پاکستان ولې دومره هیله مند دی چې له خړ-لسټه به ووځي. د دې پوښتنې په ځواب کې کارپوه عامر رانا د فېبرورۍ په ۲۲مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا وار پاکستان د فنانشل ايکشن ټاسک فورس د غوښتنو مطابق يو شمېر سنجیده ګامونو پورته کړي دي.

''راپور وار له مخه حواله کړل شوی دی ځکه چې دا راپور د [ ایف اې ټي اېف] غونډې نه شپږ میاشتې مخکې جمع کول لازمي وي نو اوس به دې غونډه کې په راپور کې د پاکستان لخوا د ذکر شوو اقداماتو جاج اخيستل کېږي. د راپور نه داسې ښکاري چې [ پاکستان] ډېر اهداف پوره کړي دي خو دوه داسې نکات دي چې وخت به اخلي یو خو د سزا د ورکولو د قوانينو د معیار او بل د عدالتي بهیر په اړه دی خو زما په اند د دې دوو نکاتو په اړه پاکستان ته نور مهلت هم بغیر له څه ستونزې ملاوېدای شي خو پاکستان ته تر ټولو لوی خنډ د اېف اې ټي اېف غړي هېوادونه او په خاصه توګه فرانس، امریکا او هندوستان په راپور کې د ذکر شوو اقداماتو په اړه قایلول دي، ځکه چې دا هېوادونه ډېر سخت انتقاد کونکي دي دا به اوس د دې غونډې په پای کې په ډاګه کيږي چې ایا پاکستان په خړ- فهرست کې پاتي کيږي او که ترې ووځي.''

د ۲۲مې فرورې تر غونډې مخکې فنانشل ايکشن ټاسک فورس په خپله ويب پاڼه د غړيو هيوادونو لخوا د مني لانډرنګ او د ترهګرو د مالي سرچينو د بندولو پر ضد د مجموعي کاردګۍ په اړه په خپور شوي راپور کې د پاکستان په اقداماتو جزوي اطیمنان ښودلی دی خو د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په میاشت کې تر سره شوې غونډه کې هم د اېف اې ټي اېف د غړيو هېوادونو لخوا د پاکستان په اقداماتو د اطمینان څرګندونه شوې وه او په اختتامي بیان کې اعتراف شوی وو چې پاکستان د اېف اې ټي اېف په ورکړل شوو ۲۷ اهدافو کې ۲۱ پوره کړي دي خو د ټاسک فورس غړو هېوادونو پریکړه کړې وه چې پاکستان د ۲۰۲۱ کال تر فرورې پورې په خړ-لسټ کې وساتي او ويلي وو چې د فرورې په غونډه کې به د پاکستان په اړه حتمي پرېکړه کيږي چې په خړ-لسټ کې وساتل شي او که سپین شي.

XS
SM
MD
LG