د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم مشرانو د ورکو بلوڅو کورنیو غوښتنې بدرګه کړې


د ورکو بلوڅو کورنۍ وايي حکومت دې د هغوی خپلوان پیدا کړي.
د ورکو بلوڅو کورنۍ وايي حکومت دې د هغوی خپلوان پیدا کړي.

د اسلام اباد په ډي چوک کې د بلوڅو احتجاجي پرلت ته د پاکستان د ډیموکرېټېک موومنټ ځیني غړي د فبرورۍ پر ۱۹مه ورغلي ول.

د بلوڅو د حقونو غوښتونکي د ورک کړل شوو بلوڅانو د میندلو غوښتنه کوي.

د بلوڅو کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی پورته کړل شوي خپلوان دې یا خوشې کړل شي او یا دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي چې راتلونکی او برخلیک یې معلوم شي.

د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو د ایتلاف (پي ډي اېم) هم د بلوڅو کورنیو غږ بدرګه کړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دغو کورنیو غړي دې پیدا کړي.

په دې موقع د مسلم لیګ (ن) ګوند احسن اقبال په خپله وینا کې وویل، پاکستان یو جمهوري ریاست دی خو له بده مرغه تل د ولس بنیادي حقونه تروړل شوي او چې کله هم یو ځواکمن غوښتي نو خلک یې لادرکه کړي دي.

د جماعت اسلامي امیر سراج الحق په ډي چوک کې د وینا پر مهال وویل، که حکومت پر خپلو عدالتونو باور لري نو بیا دې ورک کسان پیدا کړي او عدالتونو ته دې یې وړاندې کړي. نوموړي وویل، یواځې په بلوچستان کې ۵۲۲۸ کسان تری تم دي چې لېسټونه یې د صوبايي حکومت سره دي.

په دې موقه د لادرکه کسانو استازي نصرالله بلوچ وویل، دوی غواړي چې حکومت او ریاستي ادارې دې ورسره د ایین او قانون مطابق چلن وکړي. هغه وویل، لکه څنګه چې په نورو مهذبو هیوادونو کې دود دی، هماغه شان دې په پاکستان کې هم هغوی ته د رڼو مقدمو اجازه ورکړل شي. نوموړي وړاندې وویل، حکومت له پکار دي چې د کومو کسانو خلاف دوی ګڼي چې تورونه دي هغوی دې عدالت ته وړاندې کړي او که کوم کسان د حکومت په ولقه کې مړه شوي وي نو د هغه په وینا حکومت دې اخلاقي جرات وکړي او ودې وايي چې هغوی مړه دي. د هغه په وینا دې کار سره به د کورنیو زړونه صبر شي او خپل نامعلومه انتظار به ختم کړي.

اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاجي ناسته روانه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

بل پلو د فبرورۍ پر ۱۷مه د وفاقي کابینې په غونډه کې، وزیراعظم عمران خان د قانون وزارت ته امر کړی چې د ورکو کسانو د مسلې د حل لپاره دې قانون سازي وکړي او دا مسله دې هواره کړي.

د وزیر اعظم له دې امره وروسته ، د قانون د وفاقي وزیر فروغ نسیم په مشرۍ کې یوه ډله دغه احتجاجي کمېپ ته هم ورغلې وه خو احتجاج کوونکو ورته ویلي وو، هله به خپل پرلت ختموي چې وزیراعظم د هغوی خوا ته ورشي او په لیکلي بڼه ورته ژمنه ورکړل شي چې مسله به یې هوارېږي او تری تم خپلوان به یې کورنیو ته سپارل کېږي.

د لادرکه بلوڅانو کورنیو د فبرورۍ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د نېشنل پرېس کلب مخې ته خپل احتجاج پيل کړی و چې بیا د فبرورۍ پر ۱۶مه هغوی ډي چوک ته ولېږدېدل او هلته یې پرلت وغځاوه.

XS
SM
MD
LG