د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټول ورک کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي: اېمل ولي


د اې اېن پي د صوبایي صدر اېمل ولي خان په مشرۍ په چارسده کې د پرېس کلب مخې احتجاج. ۲۰۲۱، ۲۲ فېبروري
د اې اېن پي د صوبایي صدر اېمل ولي خان په مشرۍ په چارسده کې د پرېس کلب مخې احتجاج. ۲۰۲۱، ۲۲ فېبروري

عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې د ورکو کسانو د نه خوشي کېدو پرضد د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجې مظاهرې کړي.

د یاد ګوند صوبايي صدر ایمل ولي خان د فبرورۍ پر ۲۲مه په چارسده کې د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهرې ته وویل، د ګوند د بلوچستان ویاند اسد خان اڅکزي پشمول په پاکستان کې د ورکو ټولو کسانو لپاره راوتلي دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د راخوشېکولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د ګوند صوبایي صدر اېمل ولي خان په چارسده کې د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهري ته په خپله وینا کې وویل، پاکستان کې چې څومره هم په زوره ورک کسان دې هغوی دې د ایین له مخې عدالت ته ته وړاندې کړل شي او هغوی ته دې د خپلې دفاع حق ورکړل شي او که څوک پکې مجرمان ثابت شي نو سزا دې ورته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د پښتنو او بلوڅ قام ښځې سړکونو ته په احتجاجونو راوتو د دې ملک ادارو مجبوره کړي دي او په دې ملک کې ټول عمر له وړو قامونو او صوبو سره د برابرۍ سلوک نه دی شوی.

د چارسدې ترڅنګ پېښور، مردان، اسلام اباد، کراچۍ او کوټې ترڅنګ د ملک په ځينو نورو ښارونو پرېس کلبونو مخې ته هم مظاهرې کړې دي.

په مردان مظاهره کې د یوه ورک تن ورور سید جوهر وايي، شپږ میاشتې وشوې چې ورور یې پولیسو وړی دی او لا یې هم هېڅ پته نه لګېږي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره د ۲۰۱۱ز کال راهيسې يو کميشن جوړ کړې شوی دی، دغه کمیشن د جنورۍ مياشتې په راپور کې ويلي، تر دې وخته شپږ زره نهه سوه څلور څلویښت لادرکه شويو کسانو مقدمې وړاندې کړل شوي دي چې پکې څلور زره اته سوه دوه ویشت هوارې کړل شوې دي.

خو په په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي سازمانونه د یاد کمیشن پر کارکردګۍ بیا بیا پوښتنې راپورته کوي خو د پاکستان پوځ ویاند هم څو واره وویلي دي چې دغه بې درکه کسان له کورونو تښتېدلي دي او له ترهه ګر تنظیمونو سره شامل شوي دي چې ځینې یې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي ، څینې یې نیول شوې او د قانون له مخې ورته سزاګانې هم اورول شوې دي.

XS
SM
MD
LG