د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام استخباراتو یو پخوانی کارمند د جرمني یوه عدالت په بند سزا کړی


د جرمني یو عدالت د شام د استخباراتو یو پخوانی کارمند د بشريت پر وړاندې د جرمونو د ملاتړ په تور په څلور نیم کاله بند محکوم کړی دی.

دا د نړۍ په کچه لومړی ځل دی چې په شام کې د کورنۍ جګړې پر مهال د سرغړونو په تور یو چا ته سزا اورول کېږي.

په کوبلینز کې سیمه یزه لوی عدالت د فبرورۍ پر ۲۴مه ایاد الغریب په ۲۰۱۱ز کال کې په دوما سیمه کې د لږ تر لږه ۳۰ حکومت ضد مظاهرچیانو د نیولو او بیا د دمشق په یوه داسې ځای کې د بندي ساتلو مجرم ګرځولی دی، چیرې چې هغه پوهېده چې دوی به شکنجه کېږي.

۴۴ کلن ایاد الغرب د شام په استخباراتو کې یو تیټ- پوړی چارواکی وو چې له شامه وتښتیده او په ۲۰۱۸ز کال کې د پناه لپاره جرمني ته ورسید.

هغه په کال ۲۰۱۹ز کې ونیول شو.

د بشري حقونو ډلو دا پرېکړه یو داسې ګام بللی دی چې په نتیجه کې به یې د شامي حکومت د هغه پخوانیو غړیو پرضد مقدمې جوړې شي او محاکمه به شي پر چا چې په جنګي جرمونو کې د لاس درلودو شک کېږي او اروپايي هېوادونو ته تښتېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG