د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی سېنېټ او د ښځو ونډه


د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

پاکستان انتخاباتي‌ کمیشن وايي، په دې هېواد کې د مارچ پر درېیمه د سېنېټ انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کاغذونو جمع کولو مرحله روانه ده چې پکې تر اوسه شپږو ښځینه کاندیدانو خپل اسناد وروړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د الیکشن کمیشن ویاند سهیل احمد د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل چې د سېنېټ انتخاباتو لپاره له هرې صوبې د ښځو لپاره دوې دوې څوکۍ ځانګړې دي.

''د فبرورۍ ۱۴مه او ۱۵مه د اسنادو جمع کولو لپاره اخرنۍ ورځ ده. تر نننه پورې راسره شپږو ښځو خپل اسناد جمع کړي دي. د فبرورۍ پر ۱۷مه او ۱۸مه به د دې کاغذونو جانچ پړتال کېږی. بیا به اپیلونه جمع کېږي او په ۲۴ مه فبرورۍ به موږ ختمي فهرست جاري کوو.''

په پاکستان کې ځینې ښځینه سیاستوالانې دا شکایت کوي چې د سېنېټ او د اسمبلیو په انتخاباتو کې ورته په جنرل سیټونو یا عامو څوکیو د راتللو لپاره ټکټونه نه ورکول کېږي او د ګوندونو ترجیح زیاتره سړي سیاستوالان وي.

د عوامي ورکرز ګوند یوه مشره عصمت شاه جهان وايي چې په پاکستان کې زیاتره ګوندونه د ښځو په برخه کې محافظه کار سوچ لري او هغوی نه غواړي چې د قامي او صوبايي اسمبلیو او د سېنېټ په جنرل سیټونو ښځې منتخب شي.

''د پاکستان ریاست مذهبي او پوځي دي او د هغوی تر ضرورتونو لاندې دا نظام روان دی. په پاکستان کې دا مهال چې کوم لوی ګوندونه دي هغه هم د ریاست او پوځ ملګري دي. تر څو چې د ریاست نظریه او سیاست نه بدلیږي نو که ښځې راشي هم نو هغه هم د دغو پارټیانو او نظریو مننونکې وي او د ښځو لپاه خبرې نه کوي.''

د پاکستان پیپلز ګوند د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې نګهت اورکزی وايي چې د وخت له تېرېدو سره د ښځینه سیاستوالانو مخې ته د راوستو په لړ کې د ګوندونو په سوچ کې بدلون راغلی دی خو په دې کې اوس هم ډېر کار پاتې دی.

(چې په امریکا کې د ښځینه سیاستوالانو په برخه کې اېله اوس بدلون راغی نو زموږ د هېواد خو لا اېله ۷۰ کاله شوي دي او په دې کې هم زیاته موده پوځ حکومت کړی دی. تر څو چې ګوندونو ته پوره موقع ورنکړل شي، ادارې په اییني حدودو کې کار ونکړي، د ښځو به هم دغه مسلې وې.)

پخواني سېنېټر نبي بنګښ وویل چې د پاکستان د سېنېټ جنرل سیټونو لپاره ډیرې لږې ښځې خپل اسناد جمع کوي. هغه وايي، په اسمبلیو او سېنېټ کې د ښځو د کمي نمایندګۍ له وجې د ښځو مسلې زیاتره نه هوارېږي او هغوی په ټولنه کې له پرمختګه هم پاتې دي.

(د قامي او صوبايي اسمبیلو په انتخاباتو کې هم په جنرل سیټونو ډېرې لږې ښځې راځي. ګوندونه اکثره جنرل سیټونه ښځو ته نه ورکوي ځکه چې د ښځو لپاره مختص سیټونه هم شته. بل ښځې پخپله هم د سېنېټ د جنرل سیټونو لپاره اسناد نه جمع کوي.)

په خیبر پښتونخوا کي د الیکشن کمېشن ویاند سهیل احمد مشال رېډیو ته وویل، په دې صوبه کي به د اوو جنرل سیټونو، د ټیکنوکريټ پر دوو سیټونو، يو په اقلیتي سیټ او د مېرمنو پر دوو سیټونو ټاکنې کېږي.

XS
SM
MD
LG