د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ واک او انتخابات


د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني

د پاکستان پارلمان دوې برخې لري چې يوه یې سېنېټ او بله يې قامي اسمبلۍ ده. قامي اسمبلۍ (استازو جرګه) ټول ۳۴۲ غړي لري چې د ابادۍ پر سر د ولس په مستقيمو رايو انتخابيږي.

بلخوا د پاکستان سېنېټ (مشرانو جرګه) دمګړی ۱۰۴ غړي لري چې د پلازمينې اسلام اباد او پخوانۍ فاټا له استازو پرته يې نور ټول غړي د څلورو صوبايي اسمبليانو د منتخب غړيو لخوا انتخابيږي.

د سېنېټ غړيو انتخاب:

د سېنېټ په ۱۰۴ چوکيو کې د پاکستان څلور واړه صوبې پنجاب، سيند، خيبر پښتونخوا او بلوچستان مساوي نمايندګي لري. بلخوا پخوانۍ فاټا اته او اسلام اباد څلور چوکۍ لري. په سېنېټ کې هره صوبه ۱۴ عامې چوکۍ، څلور د پوهانو يا عالمانو، څلور د ښځو او يوه د مذهبي اقليتونو لپاره ځانګړې چوکۍ لري چې شمېر یې ۲۳ ته رسيږي. بلخوا اسلام اباد دوې عامې چوکۍ، يوه د پوهانو يا عالمانو او يوه د ښځو لپاره ځانګړې چوکۍ لري. د نورو سېنېټرانو برعکس د اسلام اباد سېنېټران له دې ځايه د منتخب شويو قامي اسمبلۍ د غړيو لخوا انتخابېږي.

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ لپاره هر پينځه کاله وروسته انتخابات کيږي، خو سېنېټران يا د مشرانو جرګې غړي بيا د شپږو کلونو لپاره ټاکل کيږي او هلته هر درې کاله وروسته د نيمايي غړو له مودې بشپړېدو وروسته پر خالي شويو نيمايي چوکيو بيا انتخابات کېږي. سږ کال هم د مارچ پر ۱۱مه د سېنېټ له ۱۰۴ غړيو څخه د ۵۲ غړيو شپږ کلنه موده پای ته رسيږي او د دوی پر خالي شويو چوکيو به د همدې مياشتې په پای کې انتخابات کېږي.

د پخوانۍ فاټا چوکۍ له منځه ځي:

د خيبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن وياند سهېل احمد وايي چې دا ځل به د سېنېټ د ۵۲ خالي کېدونکو چوکيو پر ځای يوازې پر ۴۸ چوکيو انتخابات کيږي، ځکه چې د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې د پاکستان په ايين کې له ۲۵م بدلون وروسته فاټا د خيبر پښتونخوا برخه وګرځېدله چې په نتيجه کې يې د سېنېټ خپلې چوکۍ له لاسه ورکړې. د فاټا د څلورو سېنېټرانو موده سږ کال (۲۰۲۱ز) په مارچ کې پای ته رسيږي او د پاتې څلورو سېنېټرانو موده بيا د ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې پای ته رسيږي. دا ډول به سږکال د پاکستان سېنېټ غړيو شمېر د ۱۰۴ پر ځای ۱۰۰ ته راټيټ شي او په ۲۰۲۴ز کې به يې شمېر ۹۶ ته راټيټ ته شي.

"سږکال به د بلوچستان او خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبليانې ۱۲، ۱۲ سېنېټران انتخابوي چې اووه یې پر عامو چوکيو، دوه د پوهانو يا عالمانو پر چوکيو، دوه د ښځو پر چوکيو او يو د مذهبي اقليتونو پر چوکۍ دی. بلخوا به پنجاب او سيند اسمبليانې ۱۱، ۱۱ سېنېټران انتخابوي چې اووه يې پر عامو چوکيو، دوه د پوهانو يا عالمانو پر چوکيو او دوه یې د ښځو پر ځانګړو چوکيو دي. دغو دواړو صوبو تېر ځل په ۲۰۱۸ز کال کې د مذهبي لږکيو پر چوکيو يو، يو سېنېټر منتخب کړی و چې د هغوی موده په ۲۰۲۴ز کال کې پای ته رسېږي."

د نوموړي په وينا په اسلام اباد کې به له دغې سيمې منتخب شوي د قامي اسمبلۍ غړي د سېنېټ لپاره دا ځل دوه غړي انتخابوي چې يو يې پر عامه چوکۍ او بل يې د پوهانو يا عالمانو پر چوکۍ دی.

د سهېل احمد په وينا د هرې صوبايي اسمبلۍ د غړيو شمېر ته په کتو هلته د سېنېټر د انتخاب لپاره رايې پکار وي خو دلته د رايې اچونې عامه پرچۍ نه وي چې ټاپه ورباندې لګېږي بلکې پر يوې ځانګړې پرچۍ باندې د خپلې خوښې د کانديدانو مخې ته د لومړيتوب په توګه هندسې ليکل پکار وي.

"د صوبايي اسمبلۍ هر غړی به د رايې پر پرچۍ خپل ترجيحات واضح کوي. لکه لومړی يې څوک خوښ دی نو د هغه مخې ته به يو وليکي، بيا به د بل مخې ته دوه وليکي، بيا درې او داسې د نورو لپاره به د عامو چوکيو په حساب هندسې وليکي. له رايې اچونې وروسته به بيا د رايې ارزښت او مقدار ته کتل کېږي او سېنېټران به انتخابېږي."

د اقوامو او صوبو شريک کور:

په سېنېټ کې له بلوچستان اسمبلۍ څخه په ۲۰۱۵ز کال کې منتخب شوی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وايي چې سېنېټ د پاکستان د ټولو اقوامو او صوبو شريک کور او د يوووالي علامت دی چې هر يوه ته مساوي نمايندګي پکې ورکړل شوې ده. نوموړی زياتوي چې د وزيراعظم د ټاکلو يا ليرې کولو او د بجټ منظورولو يا مستردولو واک يوازې قامي اسمبلۍ لري خو له دې پرته په اييني ترميم او قانون جوړونه کې سېنېټ او قامي اسمبلۍ برابر واک لري. د نوموړي په وينا له قامي اسمبلۍ منظور شوی هر بل يا قانوني مسوده د سېنېټ له منظورۍ وروسته قانون جوړېدای شي.

"که سېنېټ [قانوني مسوده] مسترد کړه او ويې نه منله نو قانون نه شي جوړېدای. په دې صورت کې بيا حکومت د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډه غونډه رابلي او رايې اچونه کوي. هلته که اکثريت ومنل نو قانوني مسوده يو قانون جوړيږي ګنې مستردېږي. خو که په ايين کې بدلون راوستل کېږي نو بيا دا لازمي ده چې قامي اسمبلۍ او سېنېټ دواړه به جلا جلا په درېوو برخو کې د دوو په اکثريت سره هغه منظوروي."

د پاکستان سېنېټ هر درې کاله وروسته خپل چېرمېن يا مشر او ډپټي چېرمېن يا مرستيال مشر هم ټاکي او د دې لپاره منتخب شوي سېنېټران خپلې رايې کاروي. دمګړی په سېنېټ کې تر ټولو زيات غړي پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند لري چې شمېر يې ۲۹ دی. ورپسې پاکستان پيپلز ګوند ۲۱ او پاکستان تحريک انصاف ګوند ۱۴ غړي لري.

XS
SM
MD
LG