د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبک ولسمشر میرضیایېف لپاره پټه عالیشانه ماڼۍ جوړه شوې


د ازبک ولسمشر میرضیایېف لپاره پټه عالیشانه ماڼۍ جوړه شوې

ازادي راډیو په خپلو پلټنو کې موندلې چې ازبک دولتي شرکتونو د ولسمشر شوکت میرضیایېف لپاره یو پټ لوکس غرنی سیلځای او یو نوی لوی تالاب تعمیر کړی دی.

د ځايي وګړو په وینا له دې سره یې د دوی د اوبو رسد کې خلل راغلی چې له کبله یې کورنۍ کډه شوې دي.

د فېبرورۍ پر ۲۳مه نېټه خپرې شوې د راډيو ازادي ازبک څانګې دغه پلټنې د هغه مرکو پر اساس دی چې له چارواکو، ځايي اوسېدونکیو، او له هغه ټېکدارانو سره شوې چې د دغه کمپلېکس په تعمیرولو کې یې مرسته کړې ده.

دغه سیلځای د یونیسکو له لوري له غربي تیان- شان غرنۍ لړۍ سره نېږدې په یوه حیاتي کره کې چې د ژویو او بوټو لپاره ځانګړې شوې خوندي سیمه ده، تعمیر شوی دی.

د میرضیایېف لپاره جوړه دغه لوکسه ماڼۍ له پلازمېنې تاشقنده ۱۰۰ کلومیټره لیرې جنوب -ختیځ پلو ته موقعیت لري چې د تعمیرولو چارې یې په ۲۰۱۷ز کال پیل شوې او د ۲۰۱۸ز کال په وروستیو کې بشپړې شوې. په دې کې د هېليکوپټر د کښېنولو ډګر هم شته.

که څه هم چارواکي یې نه د تعمیرېدو سبب ښيي او نه هم دا په ډاګه کوي چې څومره لګښت پرې راغلی دی خو د ګڼو سرچینو په تخمینه چې پر جوړېدو یې ښايي څو سوه ملیونه ډالر لګېدلې وي.

میرضیایېف له شوري-پس ازبکستان کې په ۲۰۱۶ز کال د خپل ټولواک پېشرو اسلام کریموف له مړینې وروسته دویم ولسمشر دی. نوموړی د منځنۍ اسیا د ۳۰ ملیونه وګړو په هېواد کې خپلځان د شفافیت ښه کولو، د بشري حقونو ژغورولو او د درغلیو پرضد هڅو کولو په توګه وړاندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG