د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اېف اې ټي اېف ۱۴ نکات عملي کړي: حفيظ شيخ


پاکستان د ۲۰۱۸ز له جون راهیسې د څار په خړ لېسټ کې دی (ارشیف)
پاکستان د ۲۰۱۸ز له جون راهیسې د څار په خړ لېسټ کې دی (ارشیف)

پراګ- د پاکستاني وزيراعظم سلاکار ډاکټر حفيظ شيخ وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې فايننشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اې ټي اېف) د ۲۷ نکاتو ايکشن پلان کې ۱۴عملي کړی او پر ۱۳ کې پرمختګ روان دی.

د خزانې وزارت د جولای پر ۱۱مه بيان کې ويلي دي چې پاکستان د نړيوالۍ ورورلې يو ذمه واره غړی هېواد دی او په دې تناظر کې د اېف اې ټي اېف ايکشن پلان ژر تره ژره عملي کولو لپاره يې اقدامات يقيني کړي.

په بيان کې ويل شوي چې د خزانې سلاکار حفيظ شيخ نړيوالې غونډې ته په وينا کې وويل چې پاکستان په غير قانوني توګه د پيسو ليږلو، له ترهګرو سره د مالي مرستو مخنيوي ترڅنګ ګڼ اقدامات پورته کړي او عملي کړي دي.

اېف اې ټي اېف د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستان ته د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو د مخنیوي لپاره د ۲۰۲۰ز کال د جون تر میاشتې وخت ورکړی وو او تر هغې پورې یې د څار په خړ لېسټ کې د ساتلو پرېکړه کړې وه.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د جولای پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان د اېف اې ټي اېف د ۲۷ نکاتو عملي کولو لپاره د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

ده زياته کړه: "د عدالتونو او قوانينو جوړولو يعنې د ترهګرۍ په تور څوک ونيول شي، پوليسو ته په دې لړ کې د اختياراتو ورکولو کې پرمختګ کړي دي او د هغې لپاره اعلاميه هم جاري کړې ده خو په ميدان کار نه دی شوی."

نوموړی وویل، "د بيلګې په توګه د پوليسو هغه شان روزنه نه ده شوې. عدالت ته مقدمه راشي نو هغې لپاره يې ججان وکيلان تيار کړي نه وي. له ترهګرو د پلټنو او د څارنۍ نظام هم تيار نه دی. دوی دا دعوه کوي چې ۱۴ باندې کار شوي او ۱۳ پاتې دي، نو يوازې د قوانين اعلاميي خپري کړي دي."

پاریس مېشتې ادارې اېف اې ټي اېف د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په غونډه کې ویلي ول چې د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د پاکستان "سیاسي ژمنتیا" د ترهګرۍ تمویل او د پیسو مینځلو (مني لانډرېنګ) په اړه په یو شمېر برخو کې پرمختګ کړی دی.

خو په عین حال کې نړیوالې ادارې پر اسلام اباد غږ کړی وو که د ۲۰۲۰ز کال تر جون پورې یې د ټولو "اقداماتو پلان" عملي نه کړ نو پرضد به یې کارروايي وکړي چې پکې پر غړیو هېوادونو له پاکستان سره خپلو کاروباري او مالي اړېکو ته د ځانګړې توجه ورکولو سپارښتنه هم شاملېدای شي.

خو اکرام هوتي وايي، داسې نه ښکاري چې پاکستان به له خړ لېسټه لېرې شي.

ده زياته کړه: "زه له ډېر نېزدې دا هر څه څارم نو زما په خيال پاکستان تر ۱۰ کلونو پورې له خړ لېسټه نه شي وتلي."

نوموړي وایي: "که چیرې تور لېسټ ته لاړ نه شي نو هم له خړ لېسټه يې وتل ګران دي. ځکه چې د بينکونو، اېف بي ار او مرکزي بينک نظام هغه شان نه دې پياوړي شوي چې څرنګه پکار دي."

په پېښور کې اقتصاد پوه ډاکټر صمد د جولای پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل، د پاکستان د اېف اې ټي اېف له خړ لېسټه وتل ډېر زيات ضروري دي ځکه چې د هېواد اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړی زياته کړه: "که په نړۍ کې د يو هېواد انځور صفا نه وي نو خلک ترې ويره کوي. زموږ د هېواد معاشي حالات د کوويډ ۱۹ ناورغۍ مخکې هم ډېر خراب وو او اوس هم حالات خراب روان دي. دا ويره هم شته چې نور بنديزونه هم لګېدای شي. که چیرې داسې حالات جوړ شي، نو حالات به لا نور خراب شي. پاکستان بايد د اېف اې ټي اېف ټول نکات عملي کړي."

اېف اې ټي اېف په فبرورۍ مياشت کې پاکستان د څار په خړ لېسټ کې ساتلو فیصله کړې وه چې د فبرورۍ پر ۱۲مه د لاهور یوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ترهګرۍ تمویل په دوو قضیو کې مجرم وګرځاوه او ورته یې د بند سزا واوروله.

پر سعید او لشکر طیبه وسله والې ډلې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د ترهګر برید پلانولو تور دی چې پکې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد
د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد

حافظ سعید پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي.

خو ځينې کار پوهان خوشبينه دي چې پاکستان به د اېف اې ټي اېف له خړ لېسټه ویستل شي.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبريال طاهر شيراني د جولای پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان د نړيوالې ادارې ايکشن پلان پر نکاتو عمل کړی او په تور لېسټ کې يې د اچولو امکانات نه شته.

هغه زياته کړه: "پاکستان د پام وړ اقدامات کړي دي. پاکستان د ايکشن پلان پر زياتره نکاتو عملدرامد کړی دی. په دې کې ځينې پاتې نکاتو کې هم پرمختګ شوی دی. د اېف اې ټي اېف په تور لېسټ کې د پاکستان امکانات بېخي نه شته. د کورونا وايرس وبا له وجې د اېف اې ټي اېف غونډه په جون مياشت کې ونه شوه خو په راتلونکو مياشتو کې به نړيواله اداره فيصله وکړي."

اېف اې ټي اېف په ۱۹۸۹ز کال کې جوړه شوې اداره ده چې ۳۹ هېوادونه یې غړي دي چې اوسمهال یې مشري چين کوي.

اېف اې ټي اېف ويبپاڼې ترمخه په اګست مياشت کې دوه غونډه لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG