د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان او سیند له وچکالۍ سره مخامخ دي


په پښین سیمه کې د ځمکلاندې اوبو کمښت ځای پر ځای ځمکه چولې ده.

د بلوچستان چارواکي وايې، په تېر يوه کال کې يې په صوبه کې شاوخوا يو ملين درختې لګولې دي. دوى دا خبره له هغه وروسته کړې چې د فبروری پر ۱۸مه نېټه د پاکستان موسمیاتو ادارې ويلي ول چې دا وخت سيند او بلوچستان صوبې له وچکالۍ سره مخامخ دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د فبرورۍ پر ۲۰مه په خپل رپورټ کې کښلي د موسمياتو محکمه کې د وچکالۍ څارلو ملي مرکز په سپارښتنليک کې ویلي چې د پروسږ کال له اکتوبره د ۲۰۲۱ز کال تر جنورۍ میاشتې پورې د کمو بارانونو له کبله دوړاه صوبې د وچکالۍ ښکار دي.

په ليک کې د بلوچستان چاغي، ګوادر، هرنايي، کېچ، خاران، مستونګ، نوشکي، پښين، پنجګور، قلات، کوټه او واشک هغه سیمې يادې شوې چې له وچکالۍ سره مخامخ دي.

د بلوچستان د ځنګلاتو محمکې او په صوبه کې د ۱۰ اربه ونو لګولو پروګرام يوه لوړ پوړې چارواکي نياز کاکړ د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه مشال راډيو ته وویل، پښتون مېشتې سیمې ږوب، لورالايي، کلا سېف الله، موسی خېل، بارکان او نیسۍ کې د پشکال یا د وسې بارانونو کېږي خو د نورو سيمو زیاته تکيه د ژمي په بارانونه او واورو وي.

د ده په وينا، سږکال ژمي کې بارانونه نه دي شوي نو ځکه دا سيمې له وچکالۍ سره مخامخې دي.

بلوچستان اوس نه بلکې له شااوخوا دوو لسېزو راهيسې له وچکالۍ سره مخامخ دی چې د مخنيوي لپاره يې د هر وخت حکومتونو ګامونه اخيستي خو کروندګر له دې اقداماتو مطمینه نه دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ۲۰۱۸ز کال کې په واک کې تر راتلو وروسته د ۱۰ اربه ونو لګولو پروګرام پیل کړی وو چې له مخې يې په بلوچستان کې هم د درختو لګولو کمپاین شروع شوی دی.

چارواکي په صوبه کې د روانې وچکالۍ د مخنيوي لپاره د دې پروګرام کاميابي ضروري ګڼي.

نياز کاکړ وايي چې د دوی د ۰۲۰۲ز کاله راهيسې د دې پروګرام لاندې په مختلفو ضلعو کې په سلګونو اېکړه مځکه باندې ونې لګول شوې دي.

د ده په خبره، په تېر یو کال کې يې شاوخوا يو ملين درختې لګولې دي او د ده په وينا که تر ۲۰۲۴ز کاله پورې دا پروګرام په کامیابی سره سرته ورسېدلو نو ورسره به د بارانونو کلنۍ کچه زياته شي او وچکالي به ښايي ختمه شي.

په بلوچستان کې د بارانونو د نه یا کم کېدو له کبله تر مځکې لاندې اوبو کچه هم ښکته تللې ده چې ان د کوټې غوندې ښار کې هم خلک د څښلو اوبه په پیسو اخلي.

د بلوچستان غېر حکومتي سازمانون ترقي فاونډېشن هم د ملګرو ملتونو د پرمختيا سازمان يو اېن ډي پي او د صوبې ځنګلاتو محمکمې سره په ګډه د ونو لګولو کمپېن پېل کړی دی.

د فاونډېشن مشر امجد رشيد د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې دوی د پشین په خوشدل خان بند کې ۳۰ زره، په نوشکي کې ۱۰ زره او دا رنګه د کوټې په ګډون په ځېنو نورو سېمو کې يې په مجموعي توګه شاوخوا یوه نېم لاکه ونې لګوي.

د بلوچستان د اوسېدونکیو زياته مالي تکيله پر زراعت دی خو د تېرو دوو لسېزو وچکلۍ په زرګونه باغونه وچ کړي او سمسور باغونه په وچ ډاګ بدل شوي دي.

نصیب الله جمالزی د ضلع قلعه عبدالله نورک سلېمان خېل د کلي حاجي افضل اوسېدونکی دی خو د باغ د وچېدو له کبله داوخت له وروڼو سره د روزګار لپاره کراچۍ ته کډه شوی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۲ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې شاوخوا ۴۰ اېکړه مځکه به يې کرونده کوله خو د وچکالۍ له کبله يې باغ شاړ پروت دی.

"په ۲۷ اېکړه مځکه به مې سېبونه، په ۱۰ اېکړه به مې خټکي او په دوه يا درې اېکړه مځکه به مې غنم او زيره کرله."

د نصيب الله په وينا له دې فصلونو به هغه هر کال يو کروړ روپۍ لاس ته راوړې خو د اوبو کمښت او بجلۍ لوډشېډنګ له وجې کوهيان او باوړۍ وچې شوې چې په نتیجه کې یې باغ هم وچ شو او دی او وروڼه يې د روزګار لپاره کراچۍ ته تللي دي.

نوموړي زياته کړه، يوازې هغه نه بلکې د دوی د کلي ۲۰۰ باغوانان چې پکې د ځینو کلنی فصل تر دوه کروړه روپۍ هم زيات وو اوس يې باغونه وچ شوي دي او دا وخت پکې څوک په کراچۍ کې وړوکی دوکان يا د لاس رېړۍ چلوي.

د بلوچستان پخواني او اوسني حکومت ويلي چې دوی د اوبو د کمښت د مخنيوي لپاره نه يوازې د درختو لګولو لړۍ پیل کړې ده بلکې په تېرو څو کلونو کې يې د صوبې په بېلابېلو سېمو کې په لسګونه واړه او لوی بندونه هم جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG