د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له وچکالۍ د غنمو کر اغېزمنېدلی شي


د پاکستان موسمياتو محکمه وايي چې شپاړلس کاله پس په ملک کې اوږده وچکالي روانه ده او د کمو بارانونو له وجې سږ کال په ملک کې د غنمو فصل متاثره کېدو ویره ده.

د پاکستان قامي موسمياتو محکمې دایرېکټر ډاکټر حنيف مشال راډيو ته وویل چې سږ کال په پاکستان کې تر معمول کم بارانونه شوي دي او د نورو کلنو په نسبت ۹۰ فيصده باران کم شوی دی چې له وجې یې په ملک کې مختلیف فصلونه متاثره شوي دي۔

د ده په وینا له ۱۹۹۸ م کال پس د ملک دا اوږده وچکالي ده او د دې وجه د نړۍ په کچه موسيماتي او ماحولياتي بدلون دی.

"په دې ژمي کې بارانونه به کم وي او هم دغه شان به په غرونو واوره هم کمه ورېږي، چې واوره کمه وشي نو د مارچ، اپرېل او جون په وچو مياشتو کې به په سندونو کې اوبه کمې شي نو دا شان د اوبو کموالي امکان شته۔ د جنورۍ مياشتې په پیل او پای کې د باران امکان شته څه نه چې ځینې زمينداران فایدې تر لاسه کولی شي خو د هغوی شوی نقصان نه شي پوره کېدلی۔ کروندګرو ته پر وخت ويل پکار وو چې سږ کال به بارانونه ډېر نه کېږي نو د کروندې متبادله لاره ورته ښودل پکار وه۔ خو د کر وخت اوس تېر شوی صرف موسمي سبزيانې کرلی کېدلی شي.''

بل پلو د پاکستان کرهڼې څېړنیز مرکز وياند داکټر غلام مصطفا وايي چې د کمو بارانونو له وجې د پوټو هار سیمې کرکېله زياته متاثره شوې ده او د پنځویشت اعشاريه پنځه میليونه ټنه غنمو هدف تر ۲۱ میليونه ټنو پورې رسېدلی دی. خو د دې له وجې په ملک کې د وچکالۍ هېڅ ويره نشته. د اوبو کمي له وجې له زيان سره مخامخ يو او د باران نه کېدو له وجې د اوبو کمی ضروردی خو زموږ په ملک کې د غنمو فصل ته دومره نقصان نشته او نه د غنمو کمی راتلی شي.

د پاکستان اوبو وېش ادارې ارسا وياند خالد رانا وايي چې د باران نه کېدو له وجې د اوبو زېرمه کې کمی ضرور راغلی دی خو ټولو صوبو ته له وړاندې خبرداری ورکړل شوی وو چې سږ کال دغنمولو په موسم کې به ۱۷ فيصده د اوبو کمی وي۔ نو د اوبو استعمال په صحیح توګه شوی دی۔

د نوموړي په وېنا که بيا هم په راتلونکې کې د اوبو کمي مسلې را-وړاندې شي نو د هغې لپاره په منګلا او تربېلا ډېم کې د اوبو زېرمولو بندوبست له وړاندې شوی دی۔

''که چېرې باران ونه شي نو باراني علاقې ډېرې متاثره کېدلی شي خو نهري علاقو ته هېڅ نقصان نه شي رسېدلی او که په نهرونو کې اوبه کمې شي نو د ټيوب وېل د لارې دا مسله هوارېدای شي.''

د موسمياتو د محکمې له مخې په مېداني علاقو کې له کم باران سره سره په غرونو هم واوره کمه شوې ده چې وجه یې له ۲۰۱۵مه تر ۲۰۱۶م کاله د النینو موسمیاتي چکر دی.

XS
SM
MD
LG