د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نړۍ بره ختونکې تودوښه زغرده ورو کول غواړي'


د هند په احمد اباد کې چانډوله جهیل وچکالۍ نابود کړ.
د هند په احمد اباد کې چانډوله جهیل وچکالۍ نابود کړ.

د اب و هوا بدلون مخورو څېړونکیو د نړیوالې تودوښې خطرناکه زیاتوالي تمولو لپاره "زغرده، اوږد-مهالو" بدلونونو ته اړتیا ده. د اب و هوا بدلون په اړه د حکومتونو ترمنځ یوې نوبېلوالې ادارې (ای پي سي سي) په دوشنبه په یوه راپور کې ویلي، که د تودوښې درجه همدغسې بره تله نو د ۲۰۳۰م او ۲۰۵۲ م کلونو ترمنځ د تودوښې کچه یو اعشاریه پینځه ډګرۍ سېنټي ګرېډ ته رسېدلی شي.

د جنوبي کوریا په اینکون ښار کې د ای پي سي سي غونډې په پای کې وړاندې شوي رپوټ کې وویل شول چې د ځمکې مخ یو ډګري سېنټي ګرېډ تود شوی دی او په نه منونکې توګه تر درېوو یا څلورو ډګري سېنټي ګرېډو پورې د تودېدو پر لور روان دی چې له کبله به یې سمندرونه لوړ وخېژي او دا به د خونړیو توپانونو زېږنده شي، یو خوا به سېلاونه ډېر شي او بلخوا وچکالي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG