د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عربي اماراتو کې مېشت پاکستانیان ستنېدل غواړي


عربي امارات
عربي امارات

د متحده عرب اماراتو په بېلا بېلو ښارونو کې مېشت شاوخوا۲۰ زره پاکستانیان غواړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي خو په اماراتو کې د کولپي (لاک ډاون) او په پروازونو د بندیز له کبله هم دغلته ګیر پاتې دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا د بېلو بېلو برخو سره تړاو لرونکیو پښتنو وویل چې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د روانو هلو ځلو په نتیجه کې يې روزګارونه اغیزمن شوي دي او نور په اماراتو کې د پاتې کېدو وسیلې نه لري.

بخت خان په دبۍ کې له یوې سرکاري ادارې سره کار کوي.

هغه وايي، دغلته ډېر خلک د روزګار قراردادونه لري او د دې وبا په ورځو کې هم خپل معاشونه اخلي، خو ډېر بیا داسې دي چې مزدوران دي یا د سورلو ګاډي چلوي نو هغوی له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دبۍ کې د یوې نړیوالې کمپنۍ ملازم جاوید اقبال وايي، ډېر خلک دبۍ ته د کار په لټون کې یا د درملنې لپاره راغلي وو خو چې کله په پروازونه بندیزونه ولګیدل نو دوی هم په اماراتو کې ګیر پاتې شو.

نوموړی وايي، په دبۍ کې د پاکستان سفارت د تلوونکو خلکو نومونه له ځان سره لیکلي، خو د دوی د ستنېدو انتظام لا نه دی شوی.

د یو شخصي ټېلېویژن خبریال جمیل اقبال وايي چې د اماراتو حکومت ورسره مرسته کوي او د پاکستان سفارت هم خلکو ته ویلي چې د زغم نه کار واخلي خو خلک بیقراره دي او وخت په وخت د قونصلیټ مخې ته په دې تمه راټولېږي چې د واپس تګ انتظام به يې وشي.

نوموړی وايي، داسې نه ښکاري چې د پاکستان حکومت به په دومره لوی شمېر کې د پاکستانیانو د ستنېدو ستونزه هواره کړي.

بل خوا په دبۍ کې د پاکستان قونصلیټ د اپرېل پر پشږمه په ټویټر په یو پیغام کې ویلي چې تراوسه يې د پاکستان لپاره ځانګړو پروازونو اعلان نه دی کړی او په دغه اړه خپاره شوي راپورونه سم نه دي.

قونصلیټ زیاته کړی چې که چیرې د پاکستان اوسېدونکو ته د غذايي موادو اړتیا وي نو د انټرنیټ له لاری خواست کولای شي.

په عین حال کې د اماراتو حکومت هم دغلته د اوسېدونکو بهر ملکیانو د ویزو موده تر درې میاشتو پورې غځولې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG