د منځني ختیځ، مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د ځینو برخو لپاره د امریکا د ګډو ځواکونو مشر د پاکستان له پوځي مشرانو سره خبرې کړې دي.
د خبرو موضوع د پاکستان له ګاونډي هیواد افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ځڼدېدو امکان وو.
دا خبرې په داسې حال کې وشوې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې درېدلي دي.
د امریکا د مرکزي کماندې ( سینټ کام) مشر جنرال کینیت مېکېنزي د فېبرورۍ پر ۱۹مه اسلام اباد ته دوره پر داسې مهال وکړه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اداره له طالبانو سره شوی د تېر کال د فبرورۍ د سولې موافقې ته بیا کتنه کوي. د دغه موافقې مقصد په افغانستان کې د لسیزو راهیسې روانه جګړه ختمول دي.
د سولې موافقې له مخه د روان کال تر مې باید ټول بهرني ځواکونو د هغه امنیتي ضمانت په بدل کې له افغانستانه ووځي چې طالبان به ډزبندۍ ته غاړه ږدي او د کابل له حکومت سره د سیاسي واک پر اشتراک به مذاکرات کوي.
د جو بایډن انتظامیه دې ته ګوري چې ایا دغه ضرب الاجل باندې ولاړ ووسي، پر نویو شرطونو مذاکرات وکړي او که د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت پر وخت شوی دغه موافقې نه پر شا شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تشدد زیاتېدو په اړه اندېښنې پیدا شوي چې چېرې تر وخته مخکې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره هلته وسله وال بریالي نه شي.