د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د مالیاتي محصولاتو د وېش لپاره د کاري ډلو جوړولو پریکړه کړې


خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ارشیف- انځور
خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ارشیف- انځور

د پاکستان قامي مالياتي کمېشن د فبرورۍ پر ۱۸مه په یوه غونډه کې د ملک د مالیاتي محصولاتو د وېش لپاره د کاري ډلو جوړولو پرېکړه وکړه.

د فبرورۍ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د خزانې د وفاقي وزير ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ کې د څلورو واړو صوبو د استازو او نورو اړونده وزارتونو د چارواکو په يوه غونډه کې د ۱۰م مالیاتي اېوارډ په اړه د اندېښنو او د ۱۱م مالیاتي اېوارډ په اعلانولو کې د ځنډ په اړه د صوبو لخوا له اعتراضونو وروسته د دې ډلو یا سب ګروپونو د جوړولو فیصله وشوه. له غونډې وروسته د خزانې وفاقي وزیر ډاکټر عبدالحفيظ شېخ یوې خبري غونډې ته په دې اړه وويل:

"په غونډه کې په ځینو خبرو اتفاق وشو او په ځینو نورو موضوعاتو د لا نور بحث کولو په اړه اتفاق وشو. موږ شپږ کاري ډلې جوړې کړي چې یوه پکې د قامي ترقۍ، بله د وفاق او صوبو ترمنځ د مالي وسایلو د وېش په اړه ده، درېیمه د صوبو ترمنځ د وسایلو د وېش، څلورمه د قبایلي ضلعو په اړه، پنځمه د کاروباري معاملو د اسانتیاوو او د ټیکسونو د راغونډولو په اړه او شپږمه د صوبو د وسایلو د رایلټۍ (حق الزحمې) په اړه ده.

د قامي مالیاتي کمېشن پروژه په ۱۹۵۱ز کال کې پیل کړل شوې وه چې مقصد یې په اييني توګه د وفاق او صوبو او بیا د صوبو تر منځه د هېواد د راغونډې شوې مالیاتي پنګې ويش د یوې فارمولې په زریعه کول دي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان د خزانې پخواني وزیر سرتاج عزیز وويل چې مخکې د دې پروګرام د مالیاتي وېش فارموله د ابادۍ په تناسب مبني وه خو بیا پکې د غربت ماده هم شامله کړل شوه.

نوموړی وايي د ۲۰۱۰ز کال څخه مخکې دا تقسیم د ابادۍ په بنیاد کيدو خو بیا د اووم مالیاتي اېوارډ پر مهال دې کې بدلون وکړل شو او د صوبو برخه له ۳۵ څخه ۵۰ فيصده پورې شوه او بیا ورو ورو ۵۶ او اوس ۵۷ فيصدي ته ورسول شوه. نوموړی وايي، چې بیا پکې د غربت او غیر ترقي یافته او د خاص ضرورتونو لپاره د پېسو خبره راغله نو هغوی په دې لړ کې د ترهګرۍ متاثره کيدو په اړه خيبر پښتونخوا ته ۱ فيصده په دې پروګرام کې مختص کړه.

سرتاج عزیز وړاندې وویل، تیر دوه مالیاتي ايوارډونه چې وشول نو وفاق د پېسو د نیشتوالي په اړه د سختې کمۍ انديښنې وښودې. د نوموړي پعه وینا هغوی (وفاق) دريځ لري چې دفاعي او حکومتي مالي ضرورتونه له امدنه ډېر دي.

نوموړی زیاتوي، پر دې سربېره د سي پیک د امنيتي ضرورتونو مسله چې راغله نو د ډيوزيبل پول دوه فيصدي دې لپاره مختص شوه نو بیا په ۲۰۱۶ز کال کې قبايلي ضلعو ته د درو فيصده ورکولو تجويز راغلو او بیا ګلګت بلتستان هم یو فيصدي وغوښته نو ځکه اوس د صوبو اعتراض دی چې هغوی دا موجوده فارموله نه مني.

د ۱۰م مالیاتي اېوارډ موده شپږ کاله مخکې پوره شوې ده او له هغې وروسته د صوبو او وفاق تر منځه مالياتي وېش د اووم مالیاتي اېوارډ په وضعه شوې فارموله کېږي چې له مخه یې د ټول هېواد د مرکزي ريونيو بورډ د راټولې کړل شوې مالیې ۵۷.۵ فيصدي څلورو واړو صوبو باندې ويشل کېږي.

د پاکستان پلاننګ ډويژن په مطالعاتي اداره پاکستان انسټيوټ اف ډيويلپمنټ کې د صوبو د اعتراضونو خبر اقتصاد پوه ډاکټر محمد ناصر وايي چې د قامي مالياتي کمېشن د موجوده ويش په فارموله د صوبو اعتراضونه د ۱۸م اييني ترميم نه پس زیات شوي دي. ډاکټر ناصر وايي، د ۱۸م اییني ترمیم نه پس ډېرې محکمې صوبو ته وسپارل شوې خو مالیه اوس هم مرکز راغونډوي. د نوموړي په وینا صوبو ته د اختیاراتو د ورکولو یو ښه نظام هغه وي چې د مالیې ټولول د صوبو په لاس کې وي. هغه وايي، په دې لاره کې بله ستونزه دا ده چې د صوبو په کچه د مالیو د راغونډولو جامع نظام نشته.

د پاکستان د خزانې پخواني وزیر سر تاج عزیز انديښنه څرګنده کړه چې د صوبو او مرکز تر منځه سیاسي اختلاف ډېر زیات دی نو د ۱۱ مالياتي اېوارډ ویش به هم د زړې فارمولې په حساب کېږي. خو د پېښور پوهنتون د اکنامکس د څانګې پروفیسر ډاکټر ځلاکت خان وايي، دې بحث او اعتراضاتو شپږ کاله وخت ضايع کړو او اوس وخت راغلی چې صوبې او مرکز ژر تر ژره د ويش فارموله وضعه کړي او نوي اېوارډ اعلان کړي.

نوموړي وايي: "که هره صوبه په خپل دريځ ولاړه وي نو بیا یې هېڅ حل نه شته، په داسې ماملاتو کې تل لپاره په ورکړه راکړه ستونزې حل خوا ته ځي یو فریق به له خپلې برخې بل فریق له ورکوي او بل فریق به هم د خپلې غوښتنې لږ په شا کېږي دا یې حل دې موږ څلور وروڼه یو پکارده چې کينو او حل یې وباسو."

د پاکستان خزانې وزارت د شمېرې له مخه د ۱۸ اييني ترميم پس د اووم مالیاتي کمیشن د فارمولې له مخه تر ۲۰۲۰ز کال تر جون د میاشتې پورې د مرکز پنجاب صوبې ۱.۲کهربه روپۍ، خيبر پښتونخوا ۴۰۲ اربه روپۍ، بلوچستان ۲۹۱ اربه روپۍ او سیند صوبې ۶۳۰ اربه روپۍ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG