د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غربت ختمولو پروګرام له قبایلي سیمو پېلوو: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

پراګ - د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي چې د روانې مياشتې تر پايه په هېواد کې د غربت ختمولو پروګرام پېلوي.

د فبرورۍ پر ۱۵مه په ګورنر هاوس پېښور کې د قبايلي ضلعو په اړه يوې غونډې ته د وينا پر مهال نوموړي وويل چې د دې پروګرام پېل به له قبايلي ضلعو کوي.

"موږ د قبایلي سیمو په اړه د ګورنر او اعلا وزیر په یوه ناسته کې د دغو سیمو د پرمختګ یو پلان جوړ کړی دی چې څنګه به موږ د یادو سیمو د ولس مرسته کوو. موږ اوس په قبایلي سیمو کې د پرمختګ کارونه کوو او د دغو کارورنو په اړه له مرکزه مالي فنډ جاري کوو."

له خېبر پښتونخوا سره د يو ځای کېدو وروسته د یادو سیمو د پرمختګ لپاره څلورو وواړو صوبو ژمنه کړې چې د قامي مالياتي کميسيون [اېن اېف سي ايوارډ] په لړ کې به خپلې برخې کموي او درې فيصده برخه به قبايلي ضلعو ته ورکوي.

عمران خان د سعودی د وليعهد محمد بن سلمان پاکستان ته د دورې ذکر هم وکړ او وې ویل چې دا د پراخې او لويې پانګونې داسې سفر دی چې تر دې وړاندې یو مشر هم پاکستان ته نه دی کړی.

"د روزګار او مالي پانګونې لپاره دا دوره ډېره مهمه ده او کله چې په هېواد کې سرمایه کاري وشي نو په دې سره به موږ له پورونو هم خلاصېږو."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او سعودي عرب حکومتونه وايي، وليعهد سلمان به د خپل سفر پر مهال له اسلام اباد سره بېلا بېلې موافقې لاسلیک کړي چې پکې په ګوادر کې د تيلو پاکولو کارخانې جوړول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG