د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر په ضمانت پرېښودو د خواست اورېدنه ومنله


علي وزیر به کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته وینا کوي: ۲۰۱۸، ۰۸ اپرېل

سیند های کورټ د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر په ضمانت د خوشېکېدو درخواست اورېدنه منلې ده.

د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ مشال رېډيو ته وويل چې پرون سيند های کورټ د دوی درخواست منظور کړ او پر دې به اوس د فرورۍ په ۲۵ مه اورېدنه کيږي.

ترې دې وړاندې د علي وزیر او د هغه د ملګرو په ضمانت د خوشېکېدو لپاره د ترهګري ضد عدالت کې هم د خواست اورېدنه شوي وه خو وروسته د کر اچۍ په مرکزي زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د فېبرورۍ پر ۳مه نېټه د علي وزير په ضمانت د خوشېکېدو خواست و نه مانه خو د هغه د ملګرو نورالله ترين، محمد شير مسيد، شېر ايوب، حسن الله او بصيرالله ضمانت منظور شو او په چارشنبه پرېښودل شول او پینځه نور ملګري لاهم له علي وزیر سره په زندان کې دي.

په قضيه کې پوليسو پر علي وزیر او ملګرو یې پروسږ کال (۲۰۲۰) د دسمبر په شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد وینا تور پورې کړی دی خو په قضيه کې د هغوي وکيل قادر خان ايډوکيټ دغه تور ردوي او وايي چې پر سټيج د چا خلاف او د ریاست پرضد وینا نه وه. پښتون ژغورنه غورځنګ هم دا تورونه ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته د پي ټي ايم مشرانو منظور پشتين، علي وزير، محسن داوړ او نور هم ويناګانې کړې وې.

د جلسې وروستو په ۷ دسمبر د سهراب ګوټ پوليسو د پي ټي اېم پر غړو مقدمه کړې وه او بيا یې علي وزیر د دسمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته ونیاو چې نوموي د پېښور د ارمي‌ پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو د شپږم تلین په غونډه کې ګډون او وینا کړې وه. هغه مهال د پېښور پولیسو ویلي چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی دی.

له علي وزیر سره په زندان کې د پي ټي اېم د کراچي غړي محمد طاهر، نعمت الله، ابراهيم خان، محمد سرور او جاويد رحيم د جنورۍ په ۳۱ مه د سهراب ګوټ پوليسو تر هغه وروسته ونیول چې کله یې د علي وزیر د نیولو پرضد په کراچۍ کې احتجاج کاوه.

XS
SM
MD
LG