د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي، زموږ غړي دې پريښودل شي


په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د مظاهرې پر مهال. فبروري۲۶مه ۲۰۱۸ز کال. ارشیف- انځور
په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د مظاهرې پر مهال. فبروري۲۶مه ۲۰۱۸ز کال. ارشیف- انځور

پښتون ژغورنې غورځنګ له ریاسته غوښتي چې د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير او د غورځنګ مخکښ سېد عالم مسید په ګډون د پي ټي اېم نور نیول شوي غړي سمدستي خوشي کړي.

د دوی په خبره په یو هېواد کې هم د پارلېمان له غړي سره داسې چلند نه کېږي لکه څنګه چې له علي وزیر سره کېږي.

له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير سره د نورو ملګریو دا وخت د کراچۍ په زندان کې دی او ډاکټرسېد عالم مسید بيا د ټانک په جېل کې بندي دی.

د جنورۍ پر ۲۹ مه د اسلام اباد په نېشنل پرېس کلب کې خبري کنفرانس ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وویل چې د علي وزیر او ډاکټرسېدعالم مسید په ګډون د دوی نور ملګړي پولیسو په غېر ايیني او غېرقانوني توګه نیولي دي.

د ده په خبره له دوی سره د پاکستان د نورو وګړیو په څېر چلند وشي او زر تر زره دې خوشې کړل شي.

له خبري غونډې وروسته محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې دوی د يادو کسانو د نيولو سخته غندنه کوي:" د کنفرانس د لارې موږ نړۍ ته دا پېغام ورکړ چې زموږ د ملګريو خلاف دې د قانون ناسم استعمال بند کړل شي. ریاست دې دا قوانین د خپلو وګړیو د تحفظ لپاره وکاروي نه چې د هغو د اواز غلي کولو لپاره. ډاکټرسېدعالم مسید، علي وزیر، نورالله ترین، شېر ایوب، شېرمسید، حسن، بصیر، اوېس عبدال او حنیف پشتین دا زموږ ملګري دي چې د هېواد په بېلابېلو جیلونو کې پراته دي. دا ټول د جلسو کولو له کبله نیول شوي دي."

همداراز د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ عبدالله ننګیال بيا پر دې موقع د خپلو غوښتنو په اړه مشال راډیو ته وويل چې رياست دې له پښتنو سره ناوړه چلند بند کړي."موږ له ریاسته دا غوښتنه کوو چې له پښتنو سره روان چلند بند کړي ځکه چې نتيجې به يې د هېواد لپاره ښې نه وي. موږ غوښتنه کوو چې موږ سره دې د برابرۍ چلند وکړای شي او زموږ نیول شوي ټول ملګري دې راخوشې کړل شي."

د يادونې ده چې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د ډېسېمبر په شپاړسمه د پېښور پولیسو نیولی وو او بیا يې وروسته د کراچۍ پولیسو ته حواله کړ.

له دې وروسته د ډېسمبر پر ۱۸ مه د غورځنګ ځنې نور هغه غړي په کراچۍ کې ونیول شول چې د علي وزیر د نیولو پرضد يې احتجاج کاو.

د سېند پولیسو په وینا چې علي وزیر په کراچۍ کې د ډېسېمبر پر شپږمه په یوه جلسه کې د ریاست ضد وینا کړې وه.

بلخوا بيا د غورځنګ بل مشر ډاکټر سېد عالم مسید د پېښور له جېله تر خلاصېدو وروسته د جنورۍ په ۱۸ مه د ډېره اسماعیل خان پولیسو د ټانک پولیسو ته حواله کړ او وې ويل چې په نوموړي د بغاوت دوه مقدمې درج شوي دي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه ردوي او وايي په خپلو سیمو کې د امنیت راوستو لپاره سوله يیزه مبارزره کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر ګرفتارۍ ضد مظاهرې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

XS
SM
MD
LG