د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نوښار کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی


چمن کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي
چمن کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي

روانه اوونۍ د خیبر پښتونخوا په نوښار کې په يوه ماشوم کې د ګوزن/پوليو وايرس موندل شوی دی. دا په ۲۰۲۱ز کال کې په دې صوبه کې د پوليو اولنۍ مثبته پېښه ده.

د ماشوم عمر ۳۱ مياشتې دی او خپلې مور تېره جنوري د سوات له مټې د نوښار په نوي کلي کې د خپلې نيا کور ته بیولی وو.

د خيبر پښتونخوا د پوليو مخنيوي څانګې مشر عبدالباسط د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل، ماشوم هم په نوښار کې وو چې ناروغه شو او په اسلام اباد کې د صحت قامي ادارې د هغه د معايناتو د پايلو په رڼا کې د فبرورۍ پر ۱۵مه تصديق کړه چې هغه ګوزڼ شوی دی.

عبدالباسط زياته کړه، دوی خپلې پلټنې پيل کړي چې تر بشپړېدو وروسته به يې په فوري توګه د نوښار او هم د مټې هغو ماشومانو ته چې کورونه يې دې پوليو وهلي ماشوم ته نيږدې دي، د پوليو ترڅنګ د يو شمېر نورو ناروغيو ضد واکسين لګوي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان په څېر هېوادونو کې، چې ماشومانو ته پکې اکثره سم خواړه نه ملاويږي او يا هم ژر ژر د يو شمېر نورو ناروغيو ښکار کېږي، که د پوليو واکسين ور هم کړل شي، بدن يې د دې وايرس ضد مدافعت نه جوړوي.

''د ماشوم تر رېکارډ کتلو وروسته معلومه شوه چې دی په تېرو کمپاينونو کې اوه ځل واکسين شوی دی. په نوښار او هم مټه کې زموږ پلټنې روانې دي، چې تر بشپړېدو وروسته به يې موږ د دې ماشوم د کور په شاوخوا کې د ۳۰ کورونو ماشومان واکسينوو. موږ ګورو چې د سيمې اکثره ماشومان مو خوارځواکي وي، ځينو ته دست او اوسهال وي، نو که هغوی د پوليو لپاره واکسين هم شي، په خېټه کې يې څه نه پاتې کېږي او د پوليو وايرس ښکار کېدای شي.''

هم روان کال د کلا سيف الله يو ماشوم ته هم د پوليو وايرس لګېدو پخلی شوی دی.

حکومتي شمېرې ښيي چې تېر ۲۰۲۰ز کال د خيبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې د ماشومانو د ګوزڼ کېدو ټولې ۴۲ پېښې ثبت شوې وې، چې څلور يې په نوښار کې وې.

له تېر شاوخوا يوه کال راهيسې چې پاکستان ته هم د کورونا وايرس وبا رسېدلې، روغتياپالان اندېښنې ښيي چې له وجې يې د پوليو ضد حکومتي کمپاين اغېزمن شوی دی.

خو د خيبر پښتونخوا د پوليو مخنيوي ادارې مشر عبدالباسط وايي، د کورونا وبا د خطر باوجود يې د تېر کال له اګست راهيسې وخت په وخت خپل کمپاينونه کړي او د راتلونکې لپاره يې هم پلان جوړ دی.

''موږ خپل کارکوونکي له کورونا وايرسه د حفاظت په چارو پوه کړي دي، هغوی کور په کور ګرځي او ماشومان واکسينوي. د پوليو غټ کمپاين به مو د مارچ له ۲۲مې په ټوله صوبه کې پيلېږي چې له ۶۵ نيولې تر ۷۰ لاکه پورې ماشومانو ته به پوليو واکسين ورکوو. د کمپاين بل پړاو به بيا په ورپسۍ مې مياشت کې خو په مخصوصو ښارونو کې وي. دريم کمپاين مو بيا په سېپټمبر کې دی او تر هغې وروسته به هم دا لړۍ جاري وي.''

د نړۍ پرمخ يوازې پاکستان او افغانستان داسې دوه هېوادونه پاتې دي چې لا هم د پوليو وايرس شتون پکې لري.

په پاکستان کې بيا د پوليو ضد کمپاين په اړه ځينو ناسمو پراپيګنډو هم د دې وايرس د بشپړې خاتمې چارې اغېزمنې کړې دي.

په پېښور کې د معذورانو د حقونو او د هغوی د خير ښېګڼې لپاره کار کوونکې يوه مېرمن افشا اپريدۍ، چې خپله هم پوليو معذوره کړې، وايي چې د صوبې په ځينو کليو کې اوس هم خلک د خپلو ماشومانو واکسينولو ته زړه نه ښه کوي.

دا زياتوي، اوسمهال د پاکستان په ټيليويژنونو او راډيوګانو کې د پوليو په اړه د عامه پوهاوي کمپاينونو ځای د کورونا وايرس هغو نيولی دی.

''د افسوس خبره ده چې د دومره ډېر کمپاين باوجود موږ د پوليو د مثبتو پېښو شاهدان يو. د پوليو کمپاين په اړه خلکو ته ناسمې افواګانې هم رسېدلې دي، چې له بده مرغه هغوی يقين ورباندې کړی دی او خپل ماشومان نه واکسينوي. بله دا چې د کورونا وايرس وبا تر راتلو وروسته په ټيليويژن چېنلونو او راډيوګانو کې د پوليو په اړه د عامه پوهاوي کمپاينونه تت شوي دي.''

خو د خيبرپښتونخوا د پوليو مخنيوي څانګې مشر عبدالباسط وايي، په صوبه کې ماشومانو ته له پوليو واکسينو ورکولو د انکاري ميندو او پلرونو شمېر، چې د ده په خبره، په تېرو دوه درو کالو کې شاوخوا شپږ لکه ته رسېدلی وو، دا وخت د دوی د هڅو په نتيجه کې تقريباً ۳۸۰۰۰ ته راټيټ شوی.

نوموړی البته زياتوي چې دا تعداد اوس هم زيات دی او د کمولو لپاره يې د دوی هلې ځلې روانې دي.

XS
SM
MD
LG