د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپین پیل شو


د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ختيځو ولایتونو کې هم د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو درې ورځنی کمپین پيل شو.

د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه کمپین کې به په ختيخ زون کې څه باندې يو میليون هغو ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ویکسینو څاڅکې ورکړل شي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.

د پوليو پر ضد د ويکسینو درې ورځنې کمپین د دوشنبې په ورځ پیل شو چې تر چارشنبې پورې به دوام وکړي.

د ويکسینو د کمپين پرانسته د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیالې مقدسې معراج يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو ويکسینو په ورکولو سره وکړه.

نوموړي وويل چې په دغه کمپین کې به يوازې په ننګرهار کې شاوخوا اوه سوه زره هغو ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد ويکسین تطبیق شي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.

(( په ټوله شرقي حوزه کې موږ لس لکه پنځوس زره ماشومان هدف لرو چې باید ویکسین ورته وشي. او په ننګرهار کې به شاوخوا اوه سوه زرو ماشومانو ته ویکسین تطبیق شي. په دې کمپین کې موږ سره د ویکسینو د تطبیق ۴۰۱۲ کارکوونکي دي چې د ويکسینو تر څنګ به د ويټامین ای تابلېت هم ماشومانو ته ورکوي.))

نوموړې زیاته کړه چې په تیره دوه کې په ننګرهار کې تر څلرويشت زرو پورې ماشومان په څلورو ولسواليو کې د ګوزڼ پر ضد د ویکسینو له څاڅکو پاتې شوي وو او په دې دوره کې به د حصارک ولسوالۍ کې د جنګونو له امله ویکسین تطبیق نه شي.

د ننګرهار مرستیال والي پر ولس غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته ویکسین تطبیق کړي او د ګوزڼ له نا علاجه ناروغۍ يې وژغوري.

(( دا چې د دغې موزي مرض نه چې ماشوم فلج کوي او یا نور مشکلات ورته پیدا کوي، د هغې کلک مخنیوی شوی وي، نو باید ټول په دې کې د زړه له اخلاصه همکاري وکړي، تر څو د ګوزڼ پر ضد دغه ویکسین په صحیح ډول په ټولو منطقو کې په ټولو هغو سیمو کې چې لرې پرتې دي، هيڅ ماشوم باید ترې پاتې نه شي.))

يوې مور چې خپل ماشومان يې د ويکسینو تطبیق ته راوستي وو په نورو ميندو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد ويکسین تطبیق کړي.

(( موږ دلته ماشومان د ویکسينو لپاره راوستي وو. زما په ټولو مېندو غږ دی چې خپل ماشومان ویکسین کړي، ویکسینو کې تاوان نشته،ویکسین دې ورته وکړي.))

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۶ کال له پیله تر اوسه په ټول افغانستان کې د پوليو اته پېښې ثبت شوي چې څلور يې په کونړ، يوه په کندهار، يوه په هلمند، يوه په کابل او يوه هغه يې په پکتيکا ولایت کې تثبیت شوې ده.



XS
SM
MD
LG