په ننګرهار کې چارواکي وايي، پر موټر نښلول شوي ماین چادونې دوه تنه ژوبل کړي دي.
د ننګرهار د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د فېبرورۍ پر ۱۷مه(نن) شاوخوا ۱۰ بجې د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا سیمه کې د سره رود ولسوال حاجي معراج او د ننګرهار ولایت مالي او اداري رییس نصیراحمد ابراهیم خېل په موټر پورې نښلول شوي ماین چادونه کړې چې له امله یې دوه تنه ژوبل شوي چې یو یې د ولسوال ساتونکی او بل یې عام ملکي وګړی دی.
خبرپاڼه کاږي چې ولسوال او د ولایت مالي او اداري ريیس له دې پېښې روغ رمټ وتلي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.