د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په ميرلي کې د درې مشکوکه وسله والو د وژلو ادعا کوي


پاکستانی پوځ په شمالي وزيرستان کې د دريو مشکوکه وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار د فېبرورۍ پر ۱۷مه په خپله وېب پاڼه ليکلي چې تېره شپه يې په ميرلي کې پر يوه پټنځي د وسله والو د موجودګۍ تر پخلي وروسته عمليات ترسره کړي دي.

د يادونې ده چې له تېرې څه مودې راهيسې په شمالي وزيرستان کې وسله وال بريدونه زيات شوي دي چې پکې عام وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې.

دا تر هغې وروسته ده چې پوځ ویلي دي چې قبايلي سيمې يې له وسله والو پاکې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG