د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښین ضمني ټاکنو صوبايي څوکۍ د پي ډي اېم ګډ امېدوار وګټله


د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د اپوزیشن ګوندونو د حکومت خلاف لویه غونډه وکړه
د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د اپوزیشن ګوندونو د حکومت خلاف لویه غونډه وکړه

په پښین کي د بلوچستان اسمبلۍ پر پي بي ۲۰ مه حلقه د فبرورۍ ۱۶مې (۲۰۲۱) ضمني ټاکنې د پي ډي اېم ګډ امېدوار د جمعیت علماء اسلام سید عزیزالله آغا وګټلې.

په دویم نمبر ازاد امیدوار سید عصمت الله اغا راغلی دی او واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټي امیدوار عصمت ترین څنګه چې تمه کېده ډېرې لږ رایې وړې دي.

د انتخابې کمیشن غیر سرکاري پایلو له مخې د جمعیت علمای اسلام امیدوار سید عزیزالله اغا ۱۶ زره ۸۶ ووټونه اخیستي اوبریالی شوی دی، پردویم نمبر آزاد امیدوارعصمت الله اغا ۴ زره ۶ سو ۸۱ رایې وړې دي. په دې انتخاب کي د بلوچستان عوامي پارټۍ کاندید عصمت ترین ۲ زره ۸ سوه ۹۲ رایې وړې.

د جمعیت علمای اسلام کامیابه امیدوار سید عزیزالله آغا ته په پاکستان ډیموکراټیک مومنټ کې د شاملو ګوندونو لکه پښتونخواملی عوامي ګوند، پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند او مسلم لیګ نون ملاتړ ترلاسه دی.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان اسمبلۍ دغه څوکۍ پروسږ کال په بلوچستان اسمبلي کۍ د جمعیت علمای اسلام د پخواني غړي سید فضل آغا له مرګ وروسته خالي شوې وه. نوموړي د ۲۰۲۰ز کال د مې میاشتې پر ۲۰مه نېټه د کراچۍ په یو روغتون کې د کرونا وایرس له ناروغۍ ومړ.

د فېبرورۍ پر ۱۶مه نېټه (۲۰۲۱) په پاکستان کې په دریو انتخاباتي حلقو ضمني انتخابات ترسره شوي دي چې د غیررسمي نتیجو ترمخه هغه نورې دوې څوکۍ په سیند صوبه کې پیپلز ګوندګټلې دي.

XS
SM
MD
LG