د لاسرسي ځای

تازه خبر

په درغلۍ راغلی حکومت نه منو: اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی په کوټه کې خبري کنفرانس پر مهال: ۲۰۱۹، ۲۴ اکتوبر
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی په کوټه کې خبري کنفرانس پر مهال: ۲۰۱۹، ۲۴ اکتوبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د انتخاباتي درغلۍ له کبله ورته د پاکستان اوسنی حکومت د منلو وړ نه دی.

ښاغلي اڅکزي نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وینا کې د تحریک انصاف مرکزي حکومت غیر-ائيني وبللی او زياته يې کړه د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان ازادي مارچ کې به يې نه يواځې د ګوند غړي بلکې دی به په خپل سر هم پکې ګډون کوي. نوموړي د حکومت پر ضد د جمعیت علمای اسلام (ف) د احتجاجي لاریون په ګډون هر ډول اقدام ته تیار دی.

اڅکزي وویل، احتجاج د پاکستان د هر وګړي اییني حق دی نو باید یې هېڅوک ورڅخه بې برخې نه کړي. ده دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې جمیعت د اکتوبر له ۲۷مې څخه د اسلام اباد لوري ته احتجاجي لاریون پیلوي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی د خپل ګوند پر کارکنانو غږ کړی چې د تحريک انصاف د حکومت نسکورولو لپاره دې تیار اوسي.

نوموړي د تحريک انصاف په حکومت ټکونه وکړه او ویې ويل دا حکومت دې مستعفي شي او له نوې سره دې رڼې ټاکنې وشي. د اڅکزي په خبره دا حکومت د ګرانۍ په قابو کولو کې پاتې راغلی دی او د حکومتي پاليسيانو له کبله پاکستان په نړۍ کې يواځې کېږي. هغه زياته کړه موجوده واکمنانو رياست او حکومت په يو بل کې ګډوډ کړ او لګيا دي ائين تر پښو لاندې کوي.

اڅکزي وویل، په نړۍ کې د یوه ریاست تشریح داسې شوې ده چې د ولس په رایو ټاکلی حکومت به د طاقت سرچینه وي. د دوی منتخیب پارلمان به د هېواد کورنۍ او بهرنۍ تګلاره جوړوي. د هېواد ایین به جوړوي. خو دلته په پاکستان کې د ولس رایې ته احترام نه کېږي.

پښتون ملت پاله مشر اڅکزي په بلوچستان پوهنتون کې د زده کوونکو په جنسي توګه ځورونو په اړوند وويل په دغه چلند کې چې څوک ککړ وي سخته سزا دې ورته ورکړل شي.

ښاغلي اڅکزي د مسلم ليګ ن ګوند د بنديوان مشر پخواني وزيراعظم نوازشريف په ناروغتيا اندېښنه وښوده او ویې ويل سپريم کورټ ته خواست کوي چې د نوازشریف د صحت په اړه دې از خود نوټس واخلي او هغه ته د درمنلې پوره اسانتياوې برابرې کړل شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په چارشنبه په اسلام اباد کې له ځینو خبریالانو او شنونکو سره په یوه غونډه کې ویلي چې جمعیت ته په دې شرط د لاریون اجازه ورکوي چې خپل احتجاج د قانون او ایین په دایره کې وساتي. وزیراعظم زیاته کړه چې اپوزیشن ګوندونه د احتجاج حق لري خو د استعفا غوښتنه یې نه مني. د پاکستان انتخاباتي کمېشن او حکومت په بیا بیا د تېر کال په انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG