د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده اپوزیشن: پاکستان الېکشن کمېشن دې مستعفي شي


کوټه کې د متحده اپوزیشن احتجاجي لاریون
کوټه کې د متحده اپوزیشن احتجاجي لاریون

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د متحده اپوزیشن ګوندونو په دغه ښار کې د الېکشن کمېشن ترمخ په خپله احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېشن ناکامه شوی دی او زر تر زره دې استعفا ورکړي او په پاکستان کې یې د رڼو ټاکنو او منصافانه ټاکنو مطالبه تکرار کړه.

دې احتجاجي غونډې ته د مسلم لیګ ن یوه مخکښ یونس بلوڅ وویل چې په پاکستان کې د حقیقي جمهوریت تر راتلو به له متحده اپوزیشن سره اوږه په اوږه مبارزه جاري ساتي.

پر دې مهال د نېشنل پارټۍ یوه مرکزي غړي شېرجان بلوڅ په خپله وینا کې وویل چې نن د پاکستان او په تېره د بلوچستان صوبې ریښتوني سیاسي ګوندونه تر یوه لوی سازش لاندې ناکامه کړل شول. نوموړي پر پاکستاني ایسټبلیشمنټ تور ولګاوه چې د الېکشن کمېشن په مرسته یې په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده او په دې صوبه کې کلنګیان او د کرایې اېجنټان پر ولس تپلي دي خو دوی به کله هم دا عمل نه مني.

د پیپلز ګوند د بلوچستان صوبې یوه مرکزي غړي میر علي مدد جتک په خپله وینا کې ادعا وکړه چې په ټاکنو لویه درغلي شوې ده او د ده په خبره الېکشن کمېشن ناکامه شوی دی نوموړي وویل پکار ده چې الېکشن کمېشن استعفا ورکړي. نوموړي وویل له کوټې د صوبايي او قامي اسمبلۍ پر څوکیو داسې خلک وتپل شول چې د کونسلرۍ ګټلو توان نه لري. د جتک په وینا چې پاکستان پیپلز پارټۍ، جمعیت علمای اسلام، نېشنل پارټۍ، پښټونخوا ملي عوامي پارټۍ او په متحده مجلس عمل کې د شاملو ګوندونو دومره خلکو قرباني ورکړې دي چې دومره خو په انتخاباتو کې په ټګیو برګیو د منختیبو ګوندونو کارکنان نه دي.

جتک زیاته کړه چې نن دوی خپل احتجاج ریکارډ کړ او که یې غوښتنې و نه منل شوې نو د بلوچستان ټولې لویې لارې به تر هغو تړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

جمعیت علمای اسلام ف صاحبزاده محب الله د متحده اپوزیشن احتجاج ته په خپله وینا کې وویل، چې په ۲۵م جولای په ټولټاکنو کې بدترینه درغلي شوې ده. نوموړي ادعا وکړه چې په زیارت کې د دوی د ګوند دفتر امنیتي ادارو وتاړه، تر ۵۰ زیات کارکنان یې زندان ته ړاچول شول.

صاحبزاده محب الله زیاته کړه چې پاکستانیو امنیتي ادارو ده ته ویل په زیارت کې دوی داسې پارلېماني استازی غواړي چې د زرغون غره په معدنیاتو، د خوست په معدنیاتو او د شاهرګ په معدنیاتو کې عسکري قوتونه خپله ونډه ولري. نوموړي ویل چې د جمهوریت تر بحالېدو به له خپلې مبارزې پر شا نه شي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عبدالرحیم زیارتوال، د ۲۰۱۸ ټاکنې ډیزاین وبللې، په بلوچستان کې د تېر حکومت هم تر یوه سازش لاندې هسته کړل شو. د پاکستان پوځ د ملک پر معدنیاتو او پر هر کاروبار قبضه کول غواړړي او اوس یې پارټیانې هم جوړې کړې یا په پارټیانو یې قبضه کړې ده.

پوځ په پولینګونو کې دننه خلکو ته ویل چې دغه یا هغه ګوند ته ووټ ورکړئ. نوموړي وویل چې پوځ جمهوریت نه پرېږدي.

زیاتوال تور ولګاوه چې په هرنايي کې پوځیان پنځو پولینګ سټېشنونو ته ننوتل نو د ده په وینا چې له پوځي چارواکي سره یې دا خبره راپورته کړه چې پوځیان ولې پولینګ سټېشن ته ننوتل نو دی وايي د افسر ځواب دا وو چې عمله نااهله دهاو پوځي سرتېري له عملې سره په شمېرنه کې مرسته کوي. زیارتوال دا عمل په انتخاباتو کې لاسوهنه وبلله، د ده په خبره همدا وجه ده چې نن ټول ملک په احتجاج راوتلی دی او د ټګۍ برګۍ ټولټاکنې نه مني.

یادګېرنه: متحده اپوزیشن په پاکستان کې په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کوي خو الېکشن کمېشن او د ټاکنو امنیت لپاره ګمارل شوي پاکستاني پوځي چارواکي د اپوزیشن تورونه ردوي او وايي چې په ملک کې رڼې او پاکې ټاکنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG