د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن د جي سېون له مشرانو سره ویني


سپینه ماڼۍ وايي، د امريکا ولسمشر جوبایډن به د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه د لومړي ځل لپاره د اوو پياوړو اقتصادي هېوادونو (جي سېون) له مشرانو سره ويني او د کورونا وبا او نړيوال اقتصاد پر بحالولو به ورسره خبرې کوي.

د فبرورۍ پر ۱۴مه بيان کې سپینې ماڼۍ زياته کړې چې د کووډ-۱۹ م د واکسينو توليد او تقسيم ته د نړيوالو غبرګون به د بايډن د خبرو اترو د منځ ټکی وي.

د برتانيا وزيراعظم بورس جانسن به د غونډې کوربه وي او د هغه دفتر ويلي چې په نړيواله کچه د واکسين د برابرۍ پر بنياد وېش به د غونډې مهمه موضوع وي.

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) خبردارۍ ورکړی چې د شتمنو هېوادونو له خوا په واکسين کې ځان ته د لومړيتوب ورکولو تګلاره به ښايي بې وزله هېوادونه له خطر سره مخامخ کړي. د سازمان په وينا، دا پاليسي به ښايي د وايرس په دومداره توګه خپرېدو او بدلېدو سوب وګرځي.

د نړۍ اوه شتمنو هېوادونه چې په جي سېون مشهوره دي پکې برتانيا، جرمني، کنېډا، فرانس، اټلي، جاپان او امريکا شامل دي.

د دې سازمان مشران په عمومي توګه هرکال سره ويني او د نړۍ پر مهمو ستونزو بحث کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG