د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان د سېنېټ انتخاباتو کې د قبایلو ونډه اړینه بولي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

روان کال د مارچ پر درېيمه د سېنټ انتخابات کېږي چې پکې په لومړي ځل د قبایلي سیمو لپاره ځانګړي اته سیټونه ختم کړل شوي دی.

د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي فعالان او سیاستوال وايي، ټولو ګوندونو له پکار دي چې د سېنېټ لپاره د ټکټونو د ورکولو پر مهال قبایلي ضلعې په پام کې ونیسي.

دوی وايي، که دا وار له قبایلي سیمو کومه مېرمن سېنېټره وټاکل شوه نو دا به یو تاریخي ګام وي ځکه چې تر دې وړاندې داسې څه د پاکستان په تاریخ کې نه دي لیدل شوي.

په پښتونخوا صوبه کي د الیکشن کمېشن ویاند سهیل خان د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال رېډیو ته وویل، په پښتونخوا کي به د اوو جنرل سیټونو، د ټیکنو کريټ پر دوو سیټونو، يو په اقلیتي سیټ او د مېرمنو پر دوو سیټونو ټاکنې کېږي.

د قبايلي سیمي خېبر يوه فعاله او سیاستواله مهرین اپریدۍ چې د پاکستان تحریک انصاف نه د سېنېټ د ټکټ ترلاسه کولو هڅه کوي مشال رېډیو ته وايي، پکار ده ټول سیاسي ګوندونه د قبايلي سیمو نه تعلق لرونکو سیاستوالانو ته د سینیټ په ټکټونو ورکولو کي مناسب نمائندګي ورکي:

"پکار ده چې د سېنېټ په دی الیکشن کي قبایلي سیمو ته نمایندګي ورکړل شي چې په سینېټ کي د قبایلو اواز بند نه شي. بیا په سیاسي عمل کي د ښځو هم ډېر اهمیت دی، ځکه چې له ښځو بغېر جمهوري نظام نیمګړی دی. پکار ده چې د دغو سیمو نه سینېټ ته ښځې راوستل شي او دا به یو تاریخي ګام وي."

دا ځل به د مارچ په میاشت کي په سېنېټ کي د قبایلي سیمو د څلورو مخصوصو سینیټرانو موده پای ته ورسي او په ۲۰۲۴م کي به د پاتي څلورو سینېټرانو د مودې د ختمېدلو روستو د پاکستان په سینېټ کي د ممبرانو ټوله شمېره د ۱۰۴ پرځای ۹۶ پاتي شي.

د خېبر پښتونخوا پشمول دا ځل به د څلورو واړو صوبو او وفاق په ګډون د ټولو ۴۸ نوي سېنېټرانو لپاره انتحابات ترسره کیږي. دا ځل دا انتخابات په داسي مهال ترسره کیږي چې قبایلي سیمي په خېبر پښتونخوا صوبه کي شامل شوي دی او دغه ضم شوي سیمو کي د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ لپاره انتخابات هم ترسره شوي دي او اوس مهال د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېره د ۱۲۴ په ځاي ۱۴۵ شوې ده.

په پېښور کي په پارلیماني چارو نظر لرونکی خبریال شاهید حمید وايي، د ضم شويو قبایلي ضلعو په وجه د پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو د شمېرې د زیاتېدلو په وجه به اوس د سېنېټ د څوکو ګټلو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د غړو نه د پخوا په نسبت د زیاتو ووټونو ترلاسه کولو ضرورت وي:

"پخوا د اسمبلۍ د ۱۲۴ غړو په حساب د سېنېټ د ممبر د ټاکلو لپاره فارموله بدله وه. په هغه حساب به د سېنېټ د عمومي څوکۍ لپاره د ۱۶ یا ۱۷ ممبرانو ضرورت و. خو اوس به د عمومي څوکۍ لپاره کم نه کم د ۱۹ ممبرانو ضرورت وي او د ښځو یا ټیکنوکرېټ د یو سیټ لپاره به په پښتونخوا اسمبلۍ کي د ۴۹ غړو ضرورت وي او د اقلیتونو لپاره یو سیټ دی نو د هغې لپاره به د ۷۳ غړو یا ووټونو ضرورت وي."

په عین حال کي د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د پاکستان الیکشن کمېشن د سېنېټ د انتخاباتو لپاره د کاغذونو د جمع کولو اخېرنۍ نېټه د ۱۳مې فبرورۍ پرځای ۱۵مې فبرورۍ ته غځولې ده .

XS
SM
MD
LG