د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مومند او چارسده کې ۴۲ سکولونه ویجاړ پراته دي'


مومند کې د وران شوي سکول ماشومان (۲۰۱۴م کال)
مومند کې د وران شوي سکول ماشومان (۲۰۱۴م کال)

د خېبر پښتونخوا د مومندو او چارسدې ضلعې ترمنځ متنازعه سیمه کې ۴۲ سکولونه اوس هم ویجاړ پراته دي.

د سیمې خلک وايي چې ۱۹ کاله وړاندې ۲۵ کلي له مومندو بېل کړل شوي ول او د مومندو انتظامیه اوس هم هلته د سکولونو د استادانو تنخواګانې ورکوي خو د ودانۍ کار پکې ځکه نه کوي چې وايي، دا سیمه په انتظامي ډول له چارسدې سره ده.

بلخوا د چارسدې انتظامیه وايي چې دا سکولونه د مومندو د تعلیم څانګې جوړ کړي ول نو پر دې پام کول او د ورانو شویو سکولونو جوړول هم د هغوی ذمه واري ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG