د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د نشیي توکیو سمګلرانو او نشیانو خلاف پراخه کارروايي


خیبر دره
خیبر دره

د خیبر ضلعې پولیس وايي د مخدره موادو د لویو قاچاقبرو ( سمګلرانو ) پر ضد یې په لومړي ځل په لویه پیمانه پرچې کټ کړې دي.

د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې له شاملېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په خیبر ضلع کې دا ډول ګام پورته کېږي. چارواکي وايي، نه یواځې دا چې د سمګلرانو پر ضد عدالتي کارروايي روانه ده بلکې د هغوی له ولکې یې په زیاته پیمانه منشیات هم ترلاسه کړي دي.

چارواکي وایي، سیمې ته د پولیسو نظام او اینټي نارکوټکس محکمې اختیارات غځېدلي او د نشيي موادو پرضد یی فعالیتونه پیل کړي.

د خیبر ضلعي پولیسو ویاند ظهیرخان اپرېدی مشال ريډیو ته وایي، ''د خیبر په ځينو سیمو کې مو د نشيي موادو جوړولو یو شمیر کارخانې له منځه وړي، له افغانستان سره مو ډېره اوږده پوله ده په دې هم راوړل کېږي او کنټرولول یې مشکل دی، په دې تېره څه موده کې مو ۲۵۰ سمګلرانو پرضد ایف ای ار درج کړي دي، تر ۳۰۰ زیات کسان مو له منشیاتو سره نیولي او په عدالتونو کې یې مقدمې روانې دي، په څوارلس میاشتو کې مو د ډي پي او ډاکټر محمد اقبال په مشرۍ کې ۱۶۰۰ کیلو چرس نیولي دي، ۳۲۵ کلو هیروین نیولي دي، ۱۰ ګرامه ایس، ۴۸ کیلوګرامه افیون مو نیولي دي.''

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر خلک وايي، په دا وروستیو کې یې ځوانان، په چرسو، هیروین او ایس نشو روږدي شوي دي. د ځوان کوکيخېل فلاحي تنظیم یو غړی اشفاق اپرېدی وایي، ''د ایس نشې کاروبار تر ټولو زیات په خیبر کې کېږي او ځوانان پرې روږدي شوي، له افغنستان سره پر ټوله پوله باندې ډيره سختي ده نو دا د کومه ځایه راځي او د خیبر په کومو سیمو کې تیارېږي، د دغې پلټنې دې وشي او پکار ده نور دې یې مخنیوی وشي.''

د خیبر ضلعې خلکو دا غوښتنه هم کړې چې په دې ضلع کې دې په نشو روږدو کسانو شمېره دې راټوله کړل شي او د درملنې او بیا بحالۍ مرکزونو ته دې ولېږل شي.

د نشيي موادو د مخینوي یوې نادولتي ادارې ډرګ ایډوایزري د یوې څېړنې ترمخه په پاکستان کې دا مهال څه باندې شپیته لکه کسان په ایس نشه روږدي دي او په دې کې څلوېښت لکه کسانو ته په دستي توګه د علاج ضرورت دی خو له حکومت سره د دومره زیاتو کسانو د درملنې بندوبست نه شته.

XS
SM
MD
LG