د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس خو نشیي توکي په پرچون دکانونو کې خرڅېږي: نصرالله زېری


نشیان
نشیان

د نهې/سېشنبې په ورځ د بلوچستان اسمبلی غونډې د پوښتنو ځوابونو پرمهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلماني غړي نصرالله زېري وینا وه چې د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې د ځوانانو لویه برخه په نشو روږدې شوې ده.

نوموړي وویل چې د نشیانو له لاسه نه یوازې د هغوی کورنۍ کړېږي بلکې ټولنه یې په تکلیف کړې ده. ښاغلي زېري پر حکومت ږغ وکړ چې د منشیاتو مخنیوي لپاره دې تر دا مهاله اخیستي ګامونه په ډاګه کړي.

هغه زیاته کړه چي په کوټه، پښین، قلا سیف الله، ژوب، چمن، تربت او د صوبې په نورو برخو کی نشي توکی ښکاره خرڅېږي او د ده په وینا حکومت ورباندې سترګې پټې کړي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نصرالله زېري وویل، اوس په پرچون دکانونو کې هم منشیات پلورل کېږي. د دې نشيي توکیو خلاف د پښین په هورمزیو کې د ټولو ګوندونو غونډه وشوه، په هرنايي او لورلايي کې هم غونډې وشوې. نوموړي تور ولګاوه چې سرکار په لوی لاس د دوی ځوانان په نښو اخته کوي چې دغه ډول له هغوی څخه خپل ملي سیاسي کار پاته شي. له دوی څخه خپل قامي تحریک پاته شي. پر خپلو وسایلو د خپل واک او اختیار سیاست ترې پاته شي.

د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د بلوچستان نیشنل ګوند د اسمبلۍ غړي احمد نواز وویل چي په کوټه کې نشي توکې په ډاګه پلورل کېږي او ژر تر ژره یې مخنیوی پکار دی. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د نشیانو درملنې ته هم سمه پاملرنه نه کوي. ښاغلي احمد نواتز پر حکومت ږغ وکړ چې په سریاب کې دې د نشیانو درملنې مرکز ته پیسې زیاتې کړي.

پر درې مهال د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو وویل چې د منشیانو نابودلو او د نشيي توکو خرڅونکو پرضد له نن څخه د عملي ګامونو پورته کولو لړۍ پیلوي.

ښاغلی لانګو وايي منشیات یوه لویه ستونځه ده خو د دې پرضد په بیلا بیلو وختو کې پولیسو لېویز او سرحدي عسکرو ترڅنک د منشیاتو ضد فورس هم زیات کارکړی دي او په لویه کچه یې نشیي توکې نیولي دي. نوموړي زیاته کړه چي د نشي توکو خرڅول له نن څخه نه دي بلکې تېرحکومت چې نصرالله زېری صاحب یې برخه وو پروړاندې داسې څرګند کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.

XS
SM
MD
LG