د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې ځينې ماشومان هم په ايس نشه روږد دي: مدني فعالان


د خېبرپښتونخوا د ماشومانو يو عکس (ارشېف)
د خېبرپښتونخوا د ماشومانو يو عکس (ارشېف)

د مشال راډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې د خېبر ضلعې ځوانان، مدني فعالان او پوليس چارواکي وايي چې په دې سيمه کې د ((ايس)) يا ((کرسټل)) په نوم نشه ډېره زياته شوې او ځينې زده کونکي او ماشومان هم په دې نشه روږد دي.

مدني فعالانو تور پوری کړ چې د ايس په ګډون د نورو نشيي توکو له خرڅوونکو سره ځينې پوليس چارواکي مرسته کوي خو د خېبر ضلعې ډي ايس پي نواز خان دغه تورونه رد کړل.

د دې اونۍ په ((ځوانانو غږ)) خپرونه کې مو پر دې خبرې کړي چې ايس نشه د انساني صحت لپاره څومره خطرناکه ده او د دې په مخنيوي کې ټولنه او حکومت څه رول لوبولای شي؟

د خپرونې ګډونوال د خېبر لوی روغتون ډاکټر ګلزاده، په خېبر ضلع کې مدني فعال داود اپريدی، د قبايلي زده کونکو د سازمان مشر ودود اپريدی او د خېبر ضلعې پوليسو ډي ايس پي نواز خان دی. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:44:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG