د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ۳۷ وسله وال طالبانو د وژلو ادعا


د ننګرهار چارواکي وایي چې تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ زاوه سیمه کې د هوایي بریدونو او کمینونو په نتیجه کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي چې تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ زاوه سیمه کې د هوایي بریدونو او کمینونو په نتیجه کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په بېلا بېلو سيمو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د ننګرهار چارواکي وایي چې بېګا شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ زاوه سیمه کې د هوایي بریدونو او کمینونو په نتیجه کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د فېبروري پر ۱۲ مه په خپل ټويټر لیکلي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په دوران کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی وسلې او نور مهمات له منځه وړل شوي دي.


وسله والو طالبانو د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG