د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سکولونو کې دې استادان زده کوونکي نه وهي: میندې پلرونه


مینګوره کې د یوه ښوونځي زده کوونکي.
مینګوره کې د یوه ښوونځي زده کوونکي.

په خیبرپښتونخوا کې د زدهکونکو پلرونه او د تعلیمي او قانوني چارو پوهان وايي، حکومت دې په سکولونو کې د استادانو لخوا د زدهکونکو وهلو ټکولو مخنیوی لپاره قوانین په سمه توګه عملي کړي.

دوی دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د پيښور یو اوسیدونکي د نومبر پر ۱۰مه مشال ریډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل، څو ورځې وړاندی دغلته د سکول استاد یې زوی سخت وهلی ټکولی دی او استاد یې زوی ته د سزا ورکول لامل ناوخته ورتګ یادوي. نوموړي زیاته کړه چې د وهلو ټکولو له وجې یې ماشوم ته ‌‌ذهني اوجسماني زیان رسیدلې وو.

(( زموږ ماشوم د شپې ویده وو چې په خوب کې یې له درده چغه کړه. مور چې وکوت نو په ډنډو باندې په پښو او ملا وهل شوی وو. یو میاشت راهیسې زما ماشوم ضد کاوو چې سکول ته نه ورځمه خو موږ ته به یې دا نه ویلو چې دی سکول ته ولې نه ورځي. استاد ورته ویلي ول که کور کې دې حال وویل نو نور به دې وهمه. زما زوي ماته ویل چې استاد د اوبو په پایپ څو وارې وهلی ومه. ما په استاد ایف ای ار کوو خو د سکول مشرانو راته ویل چې استاد به له سکوله لیرې کړو خو نور څه مه کوی ځکه چې د سکول به مو بدنامي وشي.))

د پاکستان د نورو برخو غوندې په خیبرپښتونخوا کې هم اکثره په سکولونو کې د زدهکونکو د وهلو ټکولو یا هغوی ته د سختو سزاګانو ورکولو خبرونه مخې ته راځي. د ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې د ګلګت بلتستان په غذر ضلع کې د ښونځی یوې زده کونکې د کورنۍ لخوا تور پوری شوی چې د یوې استادې د وهلو له وجې مړه شوې ده.

د تعلیمي چارو پوهه عمر اورکزی وايي چې په سکولونو کې د سختو سزاګانو له وجې اکثره زدهکونکي سکولونه پرېږدي او یا د ویرې له وجې په زدهکړو کې ډېر وروسته پاتې شي.

((په خیبرپښتونخوا کې څه د پاسه دیرش لاکه ماشومان له سکولونو بهر دي او دغسې ۷۵ جینکۍ په قبایلي سیمو کې سکولونو ته نه ورځي. نو هغه ماشومان چې سکولونو ته ورځي ، هغوی بیا د سزاګانو له وجې سکول پریږدي.د قانون په ۱۲۵مه ماده چې د تعلیم په اړه ده، پکې هم د استاد او د زدهکونکي ترمنځ د یو ښه تعلق ساتلو زکر شوی دی.))

عمر اورکزي زیاته کړه چې ګڼ زدهکونکي او یو استاد، ګراني مالي او کورنۍ مسلې، د استاد د کور او سکول ترمنځ فاصله هم هغه وجوهات دي چې له وجې یې استاد په ماشوم ګزار وکړي یا هغه ته سزا ورکړي.

خو بیا په باجوړ کې استاد عمر خطاب وايي چې اکثره زده کونکو ته سزا د هغوی د غلطیانو له وجې ورکول کېږي خو استادان د خپلو ذاتي مسلو له وجې زده کونکي نشي وهلی.

((جزا او سزا خو لازمي جز دی. استاد کله هم داسې نشې کولای چې خپل یا پردې ماشوم بې ځایه ووهي خو د ماشوم نه اکثره څو وارې غلطیانې شوې یې نو استاد اکثره وهلو ته مجبوره شي. ))

د خیبر پښتونخوا کابینې د ۲۰۱۸م کال په اپریل کې د صوبې په سرکاري او شخصي سکولونو کې زده کونکو ته سزاګانې ورکول غیرقانوني ګرځولو لپاره یو بیل منظور کړې وو چې له مخې یې مجرم ته پنځوس زره روپو جرمانه او د شپږو میاشتو قید سزا کیدای شي.

په پیښور کې وکیل فضل خان ایډوکیت وايي چې د پاکستان قانون له مخې په سکولونو او دیني مدرسو دواړو کې زدهکونکو ته په سزا ورکولو بندیز دی.

نوموړي زیاته کړه، ماشومانو ته په سکولونو کې د سزا ورکولو د پېښو وروسته اکثره میندې پلرونه استادان معاف کړي چې له وجې یې د هغوی پر ضد قانوني کاروايي ونشي.

(( داسې ډیرې پېښې شوي دي چې ماشومانو ته د سزا ورکولو وروسته به که هغه مړه نشو نو په جسماني یې زهني توګه به مفلوجه شول. د یو راپور له مخې په پاکستان کې هر کال شاوخوا ۳۵ زره ماشومان سکولونه پریږدي.))

اسلام اباد های کورټ د ۲۰۲۰م کال په فبروری کې د یوې اورېدنې پر مهال زدهکونکو ته د موریا پلار، سرپرست او استاد لخوا پر سزا ورکولو بندیز لګولې وو خو دا بندیز یوازې په اسلام اباد کې عملي شوی دی.

د خیبرپښتونخوا د بشري حقونو ډایریکټوریټ یوه مشر ملک مقصود مشال ریډيو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د ۲۰۱۸م کال د ماشومانو د خوندیتوب د قانون له مخې په سکولونو کې هم زدهکونکو ته په سزا بندیز لګول شوی او دا تر ډېر حده عملي کېږي.

(( په سکولونو کې ماشومانو ته د سزاګانو خلاف قانون شته. د ۲۰۱۸م کال د چایلډ پروټیکشن قانون له مخې پر دې بندیز دی. څه موده وړاندې داسې یوه پيښه په تور غره کې شوې وه، موږ ورپسې هلته تللي وو خو اکثره دې کې د مور پلار او استاد ترمنځ روغه وشي او خبره ختمه شي.))

ملک مقصود زیاته کړه ، که په سکول کې پر زدهکونکي تشدد وشي یا هغه ته سزا ورکړل شي نو له دوی سره په مفت یا وړیا نمبر 080011180 رابطه کولای شي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیري شیرین مزاري د ۲۰۲۰م کال په مۍ کې اسلام اباد هايي کورټ ته ویلي ول چې زده کونکو ته په سکولونو کې د سزا ورکولو پر ضد کابینې د یو بیل منظوري ورکړې ده او پر دې به ډیر ژر په پارلیمان کې بحث کېږي.

XS
SM
MD
LG