د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته د کورونا ضد ۵ لکه ډوزه واکسين ولېږل


کابل ته رسېدلي، هندي واکسين

د هند له ‌خوا د کرونا ضد واکسينو پنځه لکه ډوزه د فرورۍ په ۷مه په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته ورسېدل.

د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په خپل ټوېټر لیکلي چې هند د خپلو ملګرو سره ولاړ دی او په دې ترڅ کې يې افغانستان ته واکیسن لېږلي دي.

کابل ته د هند له خوا د دغو مرسته شویو واکسینونو په رسېدو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح رسينوو ته ويلي چې په یوې اونۍ کې به د روغتیا نړیوال سازمان يا ډبليو ايچ او تر تایید وروسته د دغه واکسین تطبیق پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د فرورۍ په ۷مه ويلي چې په افغانستان کې ۵۵۰۰۰ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي، ۲۴۰۷ ترې مړه شوي خو ۴۸۰۰۰ ترې روغ شوي دي.

افغانستان تمه لري چې د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) د هغه پروګرام لاندې هم ورته د کورونا وایرس ضد واکسين ورسيږي چې د غریبو هېوادونو سره د مرستې لپاره يې پېل کړی دی. په همدې حال کې افغان چارواکو د هند په واکسينو خوښي ښودلې ده. د افغانستان بهرنيوو چارو وزیر حنیف اتمر د فرورۍ په ۷مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نوموړی د افغان ولس په استازېتوب له دې هندي ډالۍ مننه کوي.

همداراز د افغانستان د چارو د ادارې مشر، ډاکټر فضل محمود فضلي هم پر ټويټر د هند له دې مرستې مننه کړې او ويلي يې دي چې دا د کورونا وایرس سره د افغان حکومت د مبارزې پر مهال په وخت شوې مرسته ده.

دا واکسین د استرازینیکا د هندي څانګې له‌خوا تولید شوی او په دوو پړاوونو کې دوه نیم - دوه‌نیم لکه افغانانو ته ورکول کېږي. هند تر دې مخکې دا واکسين ځيني نورو هېوادونو ته هم استولي دي. استرازینیکا د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون له‌خوا تولید شوی واکسین دی چې مؤثریت‌یې مخکې تثبیت شوی دی.

XS
SM
MD
LG