دا حکومت چې ورسره به مخالفې انتظامیې له منځه ولاړې شي، په ډېسېمبر کې به د پلان شوو ملي انتخاباتو څارنه هم کوي.
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د پنځه ورځنيو خبرو وروسته د فبرورۍ پر پنځمه په ليبيا کې د بېلا بېلو ګوندونو او ډلو ۷۴ استازیو د ولسمشرۍ درې کسیزه شورا او د يو وزيراعظم لپاره رايې واچولې.
په ۲۰۱۱ز کال کې د معمر قذافي د رژیم تر سقوط وروسته په لیبیا کې دوه متوازي ادارې وې چې سياسي واک يې درلودو.
يوه اداره طرابلس کې وه چې د ملي تړون حکومت بلل کېده او د ملګرو ملتونو ملاتړ یې درلود او په مقابل کې یې بله اداره په ختيځ کې وه چې د جنرال خلیفه حفتر ملاتړ ورته ترلاسه و.
دواړو خواو نړيوال ملاتړ درلود. ترکي د ترابلس حکومت ملاتړ کوو نو روسې، مصر او متحده عربي اماراتو بيا د حفتر ملاتړ کوو. په ليبيا کې یو شمېر نورې ډلې او وسله والې ملېشې هم شته.
ليبيايي سفارتکار محمد يونس منفی چې په ختېځ کې ملاتړ لري، د درې کسيزه صدارتي شورا مشر منخب کړل شو.
عبدالحميد محمد الدبېبه چې يو کاروباري تن دی او د غربي قبيلو ملاتړ لري موقتي وزيراعظم وټاکل شو.
الدبېبه اوس درې اوونۍ لري چې يوه داسې کابينه جوړه کړي چې د سياستوالو بېلا بېلې ډلې يې ومني.