د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه له خپلې خاورې ځیني اروپايي سفارتکار وباسي


روسیه وايي، د سویډن، پولینډ او جرمني ځینو سفارتکارو د الېکسي ناوالني په حق کې شوو مظاهرو کې ګډون کړی.
روسیه وايي، د سویډن، پولینډ او جرمني ځینو سفارتکارو د الېکسي ناوالني په حق کې شوو مظاهرو کې ګډون کړی.

ماسکو وايي، د اروپايې اتحاديې د درېیو غړو هېوادونو سفارتکاران وباسي ځکه چې د حکومت مخالفه سياستوال الېکسي ناوالني په ملاتړ شویو مظاهرو کې يې ګډون کړی.

د اتحاديې اعلا سفارتکار ویلي دي چې دې موضوع دوه اړخيزه اړيکې (لاندې نقطې) ته رواستې دي.

د فبرورۍ په پنځمه د روسې بهرنېو چارو وزارت په يو بيان کې وويل چې د سويډين سفير، د پولېنډ شارژ د افېرز او د جرمني استازی يې وزارت ته وربللي وو او احتجاج يې ورته رېکارډ کړ.

بيان زياتوي دا احتجاج له دې کبله و چې د يادو درېیو هېوادونو سفارتي ملازمينو په ۲۳مه جنورۍ د ناوالني په پلوۍ شویو مظاهرو کې برخه اخېستې وه او له دوی سره د دې رېکارډ هم شته.

دا اعلان څوساعته وروسته له هغې مخې ته راغلی چې د اروپايي اتحاديې بهرنېو چارو مشر جوزف بورل د روسیې له بهرنېو چارو وزير سرګي لاوروف سره په ماسکو کې پر داسې وخت ولیدل چې د ناوالني د بندي کولو او حکومت ضد مظاهرچيانو باندې د تشدد پر سر په دې وروستيو اونيو کې اړيکې لا نورې خرابې شوي دي.

د ۲۷ غړو اروپايې اتحاديې زياتره غړو او امريکا د ۴۴ کلن ناوالني د خوشې کولو غوښتنه کړې.

د اروپايې اتحاديې رسمي وياند ويلي دي بورل چې کله له لاروف سره د غونډې پرمهال د سفارتکارانو د ويستو له پريکړې خبر شو نو په سختۍ سره يې د ماسکو دغه فصلې غندنه وکړه او دا تورونه يې رد کړل چې ګنې سفارتکارو داسې فعاليتونه ترسره کړي چې د بهرنيو ډپلومېټانو په حېث د دوی له عهدو سره سمون نه خوري.

وياند زياتوي دغه فېصلې ته به ضرور بيا کتنه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG