د لاسرسي ځای

تازه خبر

له نړۍ او خپلو اتحادیانو سره به بیا ګډ کار کوو: بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې بهرنۍ تګلارې په ډاګه کولو پر مهال هوډ کړی چې په چین او روسیه کې به د ټولواکۍ مخه نیسي او ورسره به له نړۍ او خپلو اتحادیانو سره ګډ کار کوي.


نوموړي د فېبرورۍ پر څلورمه د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د بهرنۍ تګلارې بیا منظمولو اعلان وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څلور کلنې مودې پس به یې اداره په دې لټه کې کوي چې څنګه په نړۍ کې مخکښي وکړي؟

بایډن وویل چې امریکا بیا راستنه شوې ده او ډپلوماسي بیرته راغلې ده.

نوي ولسمشر په دې وینا کې یوشمېر پالیسي بیانونه ورکړل او زیاته یې کړه چې دی به په جرمني کې د ځای پر ځای شویو ځواکونو بیا ګمارل ودروي، د سعودي عرب په مشرۍ د یمن پرضد له پوځي ایتلاف سره به د امریکا مرستې ختموي، او په امریکا کې د پنا اخېستو لپاره به د کډوالو شمېره یو لک ۲۵زره ته پورته کوي.

بایډن اشاره ورکړه چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت په دوران کې چې د (لومړې امریکا) د شعار لاندې له کومو هېوادونو سره اړیکې خرابې شوې وې، هغه به بیا جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG