د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ ټاکنې مخامخ کولو اییني ترمیمي بل نامنظور


د سېنېټ چېرمېن صادق سنځراڼی د رایې اچولو پر مهال.
تصویر له ارشیفه
د سېنېټ چېرمېن صادق سنځراڼی د رایې اچولو پر مهال. تصویر له ارشیفه

د قانون وفاقي وزیر فروغ نسیم د سېنېټ انتخابات په ښکاره ډول کولو لپاره ترمیمي بل وړاندې کړو خو د اپوزیشن ګوندونو غړیو یې سخت مخالفت وکړ او منظور یې نه کړ.

دا ۲۶م اینې ترمیمې بل پر داسې مهال راوړل کېږي چې د روانې فېبرورۍ میاشتې په یوولسمه د سېنېټ په ۱۰۴ سېنېټرانو کې د ۵۲ هغو شپږ کلنه موده پای ته رسي او پر خالي څوکیو به یې بیا ټاکنې کېږي.

د اپوزیشن ګوندونو غړیو یې پرضد نعرې ووهلې او د مسودې پاڼې یې وشلولې او د قانون برخه ګرځولو لپاره یې منظوري ور نه کړه. دوی ویل چې دا بل وزیراعظم عمران خان د خپلو ګټو لپاره راوړی دی خو حکومتي غړیو دا تورونه رد کړه او ویل یې چې دا يې د سېنېټ انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوي په موخه راوړی دی.

د پارلیماني چارو لپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار ډاکټر ظهیرالدین بابر وویل د پاکستان په اساسي قانون کې چې د سېنېټ انتخاباتو لپاره کوم توري کارول شوي دي، هغه 'یوه رایه پاکه رایه (یو ووټ شفاف ووټ)' ده ځکه یې په ترمیمولو دغه توري بدلوي چې د سېڼېټ انتخاباتو کې به په لاس اوچتولو په ښکاره ډول ووټ اچول کېږي او تل پر دې مهم اېوان (مشرانو جرګه یا سېنېټ) باندې ګوتې پورته شوې چې چوکۍ یې په پیسو اخیستل کېږي او خرڅول کېږي نو دوی د دې پېر او پلور د مخنیوي په موخه دا ترمیم کوي.

د غونډې پر مهال د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان پيپلزپارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي راجا پروېز اشرف وویل دا بل پر بدنیتۍ ولاړ دی او دوی د آئین د بدرنګولو کوښښ کوي.

د نوموړي په خبره، حکومت د پاکستان په آئین کې ترمیم کوي خو دوی دا په بدنیتی کوي نو که دوی په رېښتیا دا ترمیم غوښت نو باید چې ماحول يې سم ساتلی وی او دې لړ کې يې له دوی سره سلا مشوره کړې وی او خبرې يې کړې وې.

دا رنګ د پاکستان مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي احسن اقبال خپله وینا کې وویل، دا ټول ترمیم عمران خان د خپلو ملګریو لپاره کوي خو د حکومت د پارلیمان غړي دغه د عمران خان ملګریو ته ووټونه نه ورکوي نو دوی پرې د ښکاره ووټ اچولو فیصله ورتپي او دغه خپل ملګري سېنېټ ته راوستل غواړي. خو دوی به د پاکستان آئین د عمران خان د ملګریو لپاره د کارولو اجازه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرکال د ډیسمبر په میاشت کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابینې په غونډه کې فیصله شوې وه چې د سېنېټ انتخاباتو په لړ کې دې له سپریم کورټه رایه واخیستل شي او د دې لپاره د پاکستان ولسمشر ډاکټرعارف علوي د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۲۲مه نېټه په سپریم کورټ ته یو ریفرنس یووړ. په دې کې راغلي ول چې حکومت دې د سېنېټ انتخابات په ښکاره ډول کولو لپاره آییني ترمیم وکړي.

د ذکر ده دا وخت په پاکستان کې د سېنېټزانو ټاکنې لپاره رایې پټې اچول کېږي خو حکومت وايي دوی دا طریقه بدلوي او د سېنېټرانو ټاکنه به په ښکاره ډول کېږي.

XS
SM
MD
LG