د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کوونکو ځانګړې چوکۍ دې دوه چنده شي: عثمان کاکړ


دا امر د جنورۍ پر ۲۲مه د یادې کمېټۍ په هغه غونډه کې شوی چې مشري یې د دې کمېټۍ چېرمېن او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ کوله.
دا امر د جنورۍ پر ۲۲مه د یادې کمېټۍ په هغه غونډه کې شوی چې مشري یې د دې کمېټۍ چېرمېن او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ کوله.

د پاکستان په سېنېټ کې د وروسته پاته سیمو لپاره قایمه کمېټۍ پاکستان مېډیکل کمېشن او د لوړو زده کړو کمېشن ته ویلي چې د قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کونکو ته دې تر ۱۰ کالو د پاکستان په مېډیکل کالجونو او نورو تعلیمي ادارو کې کوټه دوه چنده کړي.

د سېنېټ د کمېټۍ په غونډه کې د پاکستان مېډیکل کمېشن چارواکو ته حکم ورکړل شوی چې یوه اوونۍ کې دننه دې د دې کوټې نوټيفیکشن وکړي.

دا امر د جنورۍ پر ۲۲مه د یادې کمېټۍ په هغه غونډه کې شوی چې مشري یې د دې کمېټۍ چېرمېن او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ کوله.

عثمان کاکړ د جنورۍ پر ۲۳مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې حکومت د قبایلي سیمو له زده کوونکو سره د فاټا انضمام پر وخت ژمنه کړې وه چې دوی ته به د پاکستان په مسلکي کالجونو او نورو تعلیمي ادار کې تر ۱۰ کالو ځانګړې برخه ورکوي.

د ده په وینا، حکومت ژمنه کړې وه چې دا ځانګړې برخه یا کوټه به یو په دوه کوي خو د ده په وینا، حکومت یوازې تېر کال دغه کوټه دوچنده کړه او بیا يې ودروله.

عثمان کاکړ وویل چې دا رنګ د بلوچستان د زده کونکو لپاره هم دا کوټه ټاکل شوې خو هغه هم حکومت بنده کړې ده.

ده وویل، "موږ د پاکستان مېډیکل کمېشن او د لوړو زدکړو د کمېشن چارواکي راغوښتي وو چې تاسو به په ټول پاکستان کې د قبایلي ضلعو او د بلوچستان زده کونکو ته ۲۶۵ځانګړې چوکۍ ورکوی او د سکالرشپو پېسې به د لوړو زده کړو کمېشن ورکوي."

عثمان کاکړ زیاته کړه چې که دې ادارو په یوه اونۍ کې داسې ونکړل نو دوی به یې پرضد په سېنېټ کې قرارداد راوړي.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو او بلوچستان د زده کونکو وینا ده چې دا د دوی حق دی نو باید حکومت ورته دا حق ورکړي ګني دوی به بیا په احتجاجونو لاس پورې کړي.

د بلوچستان د قلعه عبدالله یو زده کونکي مزمل خان مشال راډیو ته وویل، "زموږ په سیمه کې دومره کالجونه او پوهنتونونه نشته او یوازې یو مسلکي بولان مېډیکل کالج دی نو موږ ځکه د پاکستان د نورو سیمو کالجونو ته اړتیا لرو."

د ده په وینا، که حکومت د دوی دغه چوکۍ نه زیاتوي او سکالرشپونه نه ورکوي نو بیا دې ورته په خپلو سیمو کې د تعلیم زمینه برابر کړي.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو د زده کونکو سازمان مشر خیال زمان اورکزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د دوی د راتلونکي خیال وساتي او دوی ته دې دا کوټه زیاته کړي.

ده وویل، "له موږ سره حکومت دا ژمنه کړې وه چې چوکۍ به رازیاتوي او دا به تر ۱۰ کالو راکوي نو دا خو زموږ حق دی دا خو بیخي نه پرېږدو نو باید چې حکومت نور زده کوونکي احتجاجونو او مظاهرو ته مجبوره نه کړي."

د پاکستان مېډیکل کمېشن چارواکو د سېنېټ د قایمه کمېټۍ پر دې حکم څه نه دي ویلي خو د روانې میاشتې پر اوومه نېټه يې د قومي اسمبلۍ د سېفران لپاره قایمه کمېټۍ ته ویلي وو چې له دوی سره دومره پېسې نشته نو ځکه نه شي کولای چې دې زده کونکیو ته کوټه زیاته کړي.

دا وخت د قبایلي ضلعو او د بلوچستان زده کوونکو لپاره د پاکستان په مسلکي کالجونو او نورو تعلیمې ادارو کې درې فيصده مخصوص کوټه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG