د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د ګلالۍ اسماعېل د پلار پروفیسر اسماعیل ضمانت رد کړ


پروفیسر اسماعیل د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل تصویر اخیستی دی

د پيښور ترهګرۍ ضد يوه عدالت د بشري حقونو کارکونکې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ېوې فعالې ګلالۍ اسماعيل د پلار پروفيسر اسماعيل خان د ضمانت درخواست رد کړ.

نن (سېشنبه) ياد عدالت د پروفيسر اسماعيل تر ګرفتارۍ وړاندې د ضمانت درخواست خارج کړو او نوموړی بې د ترهګرۍ ضد څانګې (سې ټي ډي) پوليسو ته وسپارلی.

پر پروفيسر اسماعيل تور دی چې له بهر ملکونو يې پیسې اخيستې دي او له وسله والو سره يې پرې مرستې کړي دي، خو نوموړي په تېرو وختونو کې مشال راډيو سره په خبرو کې د دغو تورونو ترديد کړی وو.

بلخوا د بښنې نړيوال سازمان د پروفيسر اسماعيل ګرفتاري په غندلو سره له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې نوموړې دې زغرده پرېږدي.

XS
SM
MD
LG